اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د پاكستان او چين ترمينځه سمعي و بصري څانګو كښې د مرستې ودې لپاره په مهمې لوظ نامې لاس ليك شوے۔د پاكستان حكومت لخوا د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري عنبرين جان او د چين لخوا وائس منسټر او نېشنل ريډيو اينډ ټيلي ويژن ايډمنسټرېشن(اين آر ټي اے)"پارټي ګروپ"غړي ډونګ شن په دې لوظ نامه لاس ليك وكړو چې مقصد يې د دواړو …
د پاكستان او چين ترمينځه سمعي و بصري څانګو كښې د مرستې ودې لپاره په مهمې لوظ نامې لاس ليك

مزید خبریں
اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د پاكستان او چين ترمينځه سمعي و بصري څانګو كښې د مرستې ودې لپاره په مهمې لوظ نامې لاس ليك شوے۔د پاكستان حكومت لخوا د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري عنبرين جان او د چين لخوا وائس منسټر او نېشنل ريډيو اينډ ټيلي ويژن ايډمنسټرېشن(اين آر ټي اے)”پارټي ګروپ”غړي ډونګ شن په دې لوظ نامه لاس ليك وكړو چې مقصد يې د دواړو هېوادونو ترمينځه خپرونې او سمعي و بصري څانګو كښې مرستې ته وده وركول دي۔د نهې په ورځ جاري شوي بيان له مخې دا لوظ نامه د دواړو هېوادونو ترمينځه د ميډيا مرسته زياتول او د بدلو شوو خپرونو او سمعي و بصري څانګو كښې پوهې تبادلې لپاره د شريك عزم عكاسي كوي۔د لوظ نامې مقصد د پاكستان او چين ميډيا ادارو ترمينځه تبادله او مرستې ته وده وركول دي دغسې چې شريكو پروژو٬ د موادو تبادلې٬صلاحيتونو كښې اضافې او شريك تفهيم ته ودې وركولو لپاره يو قوي فريم جوړ كړے شي۔










