كه د حاجيانو د معاونانو په غوره كولو كښې كومه كمزوري وي نو سږ كال به لرې كړې شي۔وفاقي وزير سردار محمد يوسف

اسلام آباد 15جون (اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئېلي دي د حاجيانو د معاونانو ټكنه د اين ټي ايس د لارې شوې وه ٬كه په دغه كښې كومه كمزوري پاتي وي نو سږ كال به لرې كړې شي۔د نهې په ورځ د سينيټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سينيټر كامران مرتضٰی د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د حج معاونانو …

اسلام آباد 15جون (اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئېلي دي د حاجيانو د معاونانو ټكنه د اين ټي ايس د لارې شوې وه ٬كه په دغه كښې كومه كمزوري پاتي وي نو سږ كال به لرې كړې شي۔د نهې په ورځ د سينيټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سينيټر كامران مرتضٰی د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د حج معاونانو انتخاب لپاره تېر كال اين ټي ايس ټيسټ اخستے ؤ چې پكښې د بېلو محكمو څخه 37 زره څخه زياتو ملازمينو درخواستونه جمع كړي وو خو يوازې 500 كانديدان پكښې كامياب شوي وو د كومو چې د حج معاونانو لپاره ټاكنه شوې وه ۔ده ووئيل د حج معاونانو په اړه د اين ټي ايس ټيسټ په اړه كه چرې كومه كمزوري تېر كال پاتې شوې وي نو هغه دې په ګوته كړی شي٬نوې حج پالېسي كښې به د هغې ازاله كولې شي۔

مزید خبریں