اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره وزيراعظم شهباز شريف په ايوان صدر كښې ليدلي او د هېواد په سياسي٬ معاشي او په امنيتي صورتحال ئې د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې په دې موقع وفاقي وزيران خواجه محمد آصف، احسن اقبال ، اعظم نذير تارړ٬ محسن نقوي او د وزيراعظم …
صدر مملکت آصف علي زرداري سره وزيراعظم شهباز شريف وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره وزيراعظم شهباز شريف په ايوان صدر كښې ليدلي او د هېواد په سياسي٬ معاشي او په امنيتي صورتحال ئې د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې په دې موقع وفاقي وزيران خواجه محمد آصف، احسن اقبال ، اعظم نذير تارړ٬ محسن نقوي او د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار رانا ثناء الله خان هم موجود وٶ٬ په دې موقع په هېواد كښې د امن و امان په صورتحال او د ترهګرۍ په ضد په اقدامات هم خبرې وشوې۔ وزيراعظم د معيشت بهترۍ لپاره د حکومتي اقدامات نه هم صدر مملکت خبر كړو۔ دواړو مشرانو د هېواد استحکام، پرمختګ او سوكالۍ لپاره په ګډه د كار كولو د عزم پخلے وكړو۔










