پنجاب، اسلام آباد ، خېبر پښتونخوا او کشمير كښې په زياتره او په بلوچستان كښې په ځېني سيمو كښې د باران امكان دے

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د راتلونكې 24 ساعتو په مهال پنجاب، اسلام آباد ، خېبر پښتونخوا او کشمير كښې په زياتره او بلوچستان كښې په ځېنې سيمو كښې د باران امكان دے۔ د موسميات څانګې له مخې په تېرو 24 ساعتو كښې په پنجاب ، سندھ ، اسلام آباد ، ګلګت بلتستان ،کشمير اوخېبر پښتو نخوا كښې د سيلۍ سره باران شو او د هېواد په نورو …

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د راتلونكې 24 ساعتو په مهال پنجاب، اسلام آباد ، خېبر پښتونخوا او کشمير كښې په زياتره او بلوچستان كښې په ځېنې سيمو كښې د باران امكان دے۔ د موسميات څانګې له مخې په تېرو 24 ساعتو كښې په پنجاب ، سندھ ، اسلام آباد ، ګلګت بلتستان ،کشمير اوخېبر پښتو نخوا كښې د سيلۍ سره باران شو او د هېواد په نورو سيمو كښې موسم ګرم او وچ ٶ۔ د موسميات محكمې خبردارے وركړے چې د نننۍ شپې نه تر 17 جولائي د سختو بارانونو په سبب اسلام آباد/پېنډۍ، کشمير، چترال، دير، سوات، شانګله، مانسهره، مري، ګليات، کوهستان،ايبټ آباد، بونير، صوابۍ، نوښار او مردان كښې په ځائي خوړونو كښې د سېلاب خطر دے٬ د سختو بارانونو په سبب خېبرپښتونخوا ، مري، ګليات، کشمير او ګلګت بلتستان كښې د لېنډ سلائيډنګ په سبب د ټرافېك نظام د متاثره كېدو هم خطر دے٬ دغسې اولس ته د احتياط كولو هدايت شوے٬ د سيلۍ په سبب کمزورے انفرا سټرکچر( د بجلي ستنو، ونو، ګاډو، سولر پينل وغيره او ولاړو فصلونو ته د زيان رسېدو اندېښنه ده۔

مزید خبریں