پاكستان د پوليو په ضد پرېكنده جنګ كوي٬پاكستان د دې چېلنج خاتمې لپاره د وزيراعظم نيغ په نيغه نګرانۍ كښې د قامي مشن له مخې هلې ځلې كوي۔وفاقي وزير مصطفی كمال

اسلام آباد 15جون (اے پی پی)د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال وئېلي دي پاكستان د پوليو په ضد پرېكنده جنګ كوي٬ پوليو اوس يوازې تر پاكستان او افغانستان محدود پاتې شوے ځكه چې ټولې نړۍ د دې مرګونې رنځ څخه خلاصے ترلاسه كړے ٬ پاكستان د دې چېلنج خاتمې لپاره د وزيراعظم نيغ په نيغه نګرانۍ كښې د قامي مشن له مخې هلې ځلې كوي۔د نهې په ورځ د سينيټ …

اسلام آباد 15جون (اے پی پی)د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال وئېلي دي پاكستان د پوليو په ضد پرېكنده جنګ كوي٬ پوليو اوس يوازې تر پاكستان او افغانستان محدود پاتې شوے ځكه چې ټولې نړۍ د دې مرګونې رنځ څخه خلاصے ترلاسه كړے ٬ پاكستان د دې چېلنج خاتمې لپاره د وزيراعظم نيغ په نيغه نګرانۍ كښې د قامي مشن له مخې هلې ځلې كوي۔د نهې په ورځ د سينيټ په غونډه كښې د روغتيا وزير ووئيل تېر كال په هېواد كښې 79 د پوليو كيسز رپورټ شوي وو او سږ كال تراوسه يوازې 14 كيسونه رامخې ته شوي كوم چې يو مثبت پېشرفت دے٬ په دې 14 كيسونو كښې كوم هم كيس د بلوچستان څخه رپورټ شوے نه دے كوم چې د دې خبرې دليل دے چې حكومتي اقدامات موثر ثابتيږي٬ ده ووئېل په دې كسيونو كښې پنځه كيسونه د داسې سيمو څخه دي چرته چې د درېو كلونو څخه ډلو ته رسنه ترلاسه نه وه۔د روغتيا وزير سينيټ ته ووئيل زه د وزيراعظم په هدايت د بلوچستان په دوره تللے ووم چرته چې ما وزيراعلٰی٬د روغتيا صوبائي وزير٬چيف سېكرټري او اړوندو ډلو سره ملاقات كړے او د پوليو مخ نيوي په مسئلو د خيالاتو څرګندونه شوی۔د روغتيا وفاقي وزير ټولو سينيټرانو٬علماﺀ٬والدين او ميډيا ته خواست وكړو چې هغوي د پوليو په ضد دې قامي كمپائن كښې د حكومت مرسته وكړي دغسې چې پاكستان هم زر تر زره د پوليو فري هېوادونو فهرست كښې شامل شي۔د روغتيا وزير په افغانستان كښې د روان پوليو كمپائن حواله وركولو سره دغه مهمه غلط فهمي په ډاګه كړه۔ده ووئيل عام تاثر دا دے چې په افغانستان كښې په خاص توګه د طالبانو حكومت له مخې پوليو كمپائن نه چلېږي خو حقيقت د دې برعكس دے۔ده ايوان ته ووئيل افغانستان كښې د طالبانو حكومت دا مهال په ټول هېواد كښې د قندهار نه علاوه په بشپړه توګه د پوليو كمپائن چلوي٬يوازې په قندهار كښې كور په كور د ويكسينيشن اجازه نه وركړې كيږي ځكه چې هلته د طالبانو اعلٰی قيادت مېشته دے٬د دې باوجود هلته ټولو ماشومانو ته په جماعتونو كښې ويكسين وركړے كېږي۔د روغتيا وزير سينيټ او ټولو قامي ادارو ته خواست وكړو چې هغوي د پوليو خاتمې قامي مشن كښې خپل كردار ادا كړي او اولس ته دا پیغام وركړي چې دا مسئله نه د مذهب ده٬نه د سياست بلكې زمونږ د اولاد د سباؤن ده۔

مزید خبریں