ايران، عراق او د سوريه زائرين لپاره د ګروپ آرګنائزرز نظام پېل كوٶ٬ د حج ټور آپريټرز په څېر دوي لپاره به هم د خرڅونو ټور آپريټرز پيکيج وركوٶ۔ وفاقي وزير سردار يوسف

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د مذهبي چارو سردار يوسف وئيلي دي ايران، عراق او د سوريه زائرين د بې دركه كېدو نه وروستو دوي لپاره هم د زائرين ګروپ آرګنائزرز نظام پېل كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال وكړه ۔ ده ووئيل كوم زائرين چې په ګروپ آرګنائزرز كښې شارټ لسټ شوي ھغوي دې خپل دستايزات تر 31 …

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د مذهبي چارو سردار يوسف وئيلي دي ايران، عراق او د سوريه زائرين د بې دركه كېدو نه وروستو دوي لپاره هم د زائرين ګروپ آرګنائزرز نظام پېل كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال وكړه ۔ ده ووئيل كوم زائرين چې په ګروپ آرګنائزرز كښې شارټ لسټ شوي ھغوي دې خپل دستايزات تر 31 جولائي په وزارت كښې جمع كړي او نوې زيارت كوٶنكي په ګروپ آرګنائزرز كښې تر لسم اګست خپل درخواستونه جمع كولي شي٬ د حج ټور آپريټرز په څېر زيارت كوٶنكو لپاره به هم د خرڅونو ټور آپريټرز پيکيج وركوٶ ۔ د كال 2026 حج لپاره 4 لكه 55 زره خواهش لرونكو پاكستانيانو رجسټرېشن كړے دے۔ ده ووئيل د حج او عمره كوٶنكو په څېر د زيارت كوٶنكو ذمه واري هم د مذهبي چارو وزارت ده٬ عراق، سوريه او د ايران زائرينو لپاره وړاندې كوم خاص انتظام نه ٶ٬ وړومبے به يو سالار مقرر كېدو نو ھغه به د خپلې وېزې سره تللو۔ ده ووئيل ايران، عراق او د سوريه زائرينو غائبېدو نه وروستو دوي لپاره هم زائرين ګروپ آرګنائزرز نظام پېل كوٶ۔

مزید خبریں