ډاکټرمصدق ملك سره د SPAR6C پلاوي وليدل

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همكارۍ وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك سره د ملټي کنټري پراجيکټ ’’سپار 6 سي‘‘ ( SPAR6C) پلاوي ليدلي دي ٬ سپار 6 سي‘‘نړيواله منصوبه د ملګرو ملتونو د ماحولياتي پروګرام (يو اېن اي پي) له مخئ جوړه شوې چې مقصد ئې د پاکستان پشمول نورو شراكتدارو هېوادوونو ته په نړيوال کاربن مارکيټس كښې موثره شموليت لپاره اړين استعداد …

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همكارۍ وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك سره د ملټي کنټري پراجيکټ ’’سپار 6 سي‘‘ ( SPAR6C) پلاوي ليدلي دي ٬ سپار 6 سي‘‘نړيواله منصوبه د ملګرو ملتونو د ماحولياتي پروګرام (يو اېن اي پي) له مخئ جوړه شوې چې مقصد ئې د پاکستان پشمول نورو شراكتدارو هېوادوونو ته په نړيوال کاربن مارکيټس كښې موثره شموليت لپاره اړين استعداد وركول وي۔ د موسمياتي بدلون وزارت له مخئ دا پنځه كلن پروګرام د پاکستان، کولمبيا، تھائي لينډ او په زيمبيا كښې د آرټيکل 6 تقاضو له مخئ په تيارۍ او عملي اقدامات كښې معاونت كوي۔ د ملاقات په مهال په پاکستان كښې د آرټيکل 6 له مخئ د تېارۍ په بېلا بېلو اړخونو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه او په خاص توګه زده كوٶنكو لپاره د جاري معاونتي پروګرام په امكانات هم غور وشو

مزید خبریں