د خزانې وزير موډيز ته د معيشت په استحکام، اصلاحاتي اقدامات او نړيوال مالياتي ماركيټ څخه په بيا روابطو بريفنګ

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي د پاكستان حکومت د معيشت تل پاتې بحالۍ، په ګورننس كښې د بهترۍ او نړيوال ماركيټ سره د موثره روابطو د لارې يوه داسې معاشي ډهانچه جوړولو له عزم لري كومه چې به د پرمختګ خواږه هرې طبقې ته رسوي او هېواد به پخپلو پښو اودروي۔ ده د نهې په ورځ د خزانې وزارت كښې …

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي د پاكستان حکومت د معيشت تل پاتې بحالۍ، په ګورننس كښې د بهترۍ او نړيوال ماركيټ سره د موثره روابطو د لارې يوه داسې معاشي ډهانچه جوړولو له عزم لري كومه چې به د پرمختګ خواږه هرې طبقې ته رسوي او هېواد به پخپلو پښو اودروي۔ ده د نهې په ورځ د خزانې وزارت كښې موډيز ريټنګ ايجنسۍ سره په يوه مهمه ورچوئل غونډه كښې ګډون وكړو چې پكښې د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني،د سېټېټ بېنك ګورنر او د خزانې وزارت٬ د ريونيو ډويژن او د نورو اړوندو ادارو اعليٰ چارواكو هم ګډون وكړو ۔ په غونډه كښې د خزانې وزير موډيز ټيم ته د پاکستان په اوسني پېشرفت٬٬ اصلاحاتي تګلاره او مالياتي استحکام په اړه جامع بريفنګ وركړو۔ ده د آئي اېم اېف د سټينډ بائي تړون كامياب اختتام، د دوېم قسط اجراء او ريزيليئنس اينډ سسټين ايبليټي فيسلټي (آر اېس ايف) كښې جاري پيشرفت مهم سنګ ميل وګرځولو كومو چې د پاکستان په معيشت نړيوال اعتماد بحال کړے دے۔ د خزانې وزير ووئيل حکومت د مالياتي نظم و ضبط، په برآمدات اډانه ترمختګ لپاره تجارتي اصلاحات، په خرڅونو كښې کفايت شعارۍ او په محصولات كښې اضافې لپاره ټيکنالوجۍ څخه د استفاده غوندې يو شمېر اصلاحاتي اقدامات كړې دي٬ امريکې سره ترجيحي تجارتي رسنې په لړ كښې په روانو خبرو كښې هم مثبت پېشرفت روان دے۔ په غٶنډه كښې د پاکستان نړيوالو منډيانو سره د بيا روابطو په حواله هم خبرې اترې وشوې۔

مزید خبریں