د اګست په پنځه د پي ټي آئي احتجاج ناوړه تګلاره ده۔ د وزيراعظم کوآرډينيټر اختيار ولي خان پرېس كنفرنس

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو و د خېبر پښتونخوا چارو لپاره کوآرډينيټر اختيار ولي خان وئيلي دي د اګست په پنځمه د پي ټي آئي احتجاج ناوړه تګلاره ده٬ پي ټي ائي د ناسمې بيانيې د لارې د اولس جذبات سره لوبې كوي٬ كله چې د پاکستان معيشت مضبوطېږي سازشي عناصر سر پورته كوي ٬ د هېواد دننه دښمن د هېواد په …

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو و د خېبر پښتونخوا چارو لپاره کوآرډينيټر اختيار ولي خان وئيلي دي د اګست په پنځمه د پي ټي آئي احتجاج ناوړه تګلاره ده٬ پي ټي ائي د ناسمې بيانيې د لارې د اولس جذبات سره لوبې كوي٬ كله چې د پاکستان معيشت مضبوطېږي سازشي عناصر سر پورته كوي ٬ د هېواد دننه دښمن د هېواد په نظريات او ناوړه بيانيه څخه په هېواد بريد كوي٬ د صوبې اولس په اسلام آباد د يرغل په حق كښې نه دے٬ د پي ټي آئي بيانيه په سلګو ده۔ د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې د پرېس کنفرنس په مهال ده ووئيل د پي ټي آئي موسئس احتجاج لپاره خاص نېټې اعلان كړي٬ ھغه د اګست د پنځمې انتخاب ولې كړے٬ په دغه نيټه هند كشميريان زورولي٬ د اګست پنځمه نيټه د خاص تګلارې له مخې ده، عمران خان د هند خاص اېجنډې ته وده وركول غواړي۔ ده ووئيل د خېبرپښتونخوا د حكومت حېثيت د بني ګالا د برانچ افس نه زيات نه دے ٬ كله چې يو كس د خپل پوځ او ادارې په نړيواله كچه د بدنامولو هڅې وكړي نو اولس له پوښتنه كول پكار ده، د اګست پنځمه نيټه کشمير کاز ته زيان رسولو لپاره ده٬ ے ده ووئېل د رياست په ضد د هرې كاروائۍ به ځواب وركولې شي۔ ده ووئيل د ګيلپ سروے له مخې په صوبه كښې كرپشن زيات دے٬ په صوبه كښې نوكرۍ د خپلولۍ په بنياد وېشلې كېږي ٬ د صوبې 66 فيصده آبادي د ګاز نه محروم ده٬ ځوانانو ته وئيلي شوي وو چې تبديلي سرکار به راځي او د لوبو مېدانونه به آبادوي۔ ده ووئيل په پنجاب كښې د مريم نواز حکومت اولس ته ټول سهولتونه وركوي٬ يو شمېر منصوبې پېل شوې دي۔ ده ووئيل په صوبه كښې 71 فيصده كسان وائي چې د دوي په هره منصوبه كښې غلا كېږي٬ ، صوبې حكومت ته اولس مشوره وركړې چې وفاق سره په ګډه كار وكړي ، خو دوي وائي لښكر به بوځوو او د پي ټي آئي باني به راخلاصوٶ۔ اختيار ولي خان ووئيل د پي ټي آئي د 126 ورځو پرلت نواز شريف برداشت كړے ؤ ٬ د صوبې اولس پوهه شوے دے چې په كار كولو او چغو وهلو كښې ډېر فرق دے، ده ووئېل د صوبې اولس په اسلام آباد د يرغل او ګډا په حق كښې نه دے، په صوبه كښې د خواندګۍ شرح دا مهال په ټولو صوبو كښې په څلورم لمبر ده٬ د پي ټي آئي بيانيه په سلګو ده۔

مزید خبریں