د وفاقي وزير محسن نقوي د ايران صدر مسعود پزشکیان سره ملاقات٬ د شريكې خوښې په چارو٬ په پاك ايران اړيكو او په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه

تهران 15جون (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايران صدر مسعود پزشكيان سره مهم ملاقات كړے او د شريكې خوښې په چارو٬ په پاك ايران اړيكو او په دوه اړخيزه مرسته يې د خيالاتو څرګندونه كړې ده ۔د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې داخله وزير محسن نقوي د ايران صدر مسعود پزشكيان له په جنګ كښې په كاميابي مباركي وركړه ۔داخله وزير ووئيل …

تهران 15جون (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايران صدر مسعود پزشكيان سره مهم ملاقات كړے او د شريكې خوښې په چارو٬ په پاك ايران اړيكو او په دوه اړخيزه مرسته يې د خيالاتو څرګندونه كړې ده ۔د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې داخله وزير محسن نقوي د ايران صدر مسعود پزشكيان له په جنګ كښې په كاميابي مباركي وركړه ۔داخله وزير ووئيل د ايران سپريم ليډر پشمول ټول قام د جارحيت په نره مقابله كړی۔محسن نقوي ووئيل د ايران سپريم ليډر آيت الله خامنه اي زيرك قيادت او او ښې تګلارې په جنګ كښې پرېكنده كردار ادا كړو كوم چې د اسلامي نړۍ لپاره د وياړ سبب دے۔داخله وزير ووئيل پاكستان په هر فورم په ايران د بريد غندنه كړې۔محسن نقوي ووئيل د پاكستان پارليمان تر ټولو وړومبے په ايران د جنګ مسلط كولو په ضد د غندنې قرارداد منظور كړے او د ايران د دفاع د جائز حق يې ملاتړ كړے۔داخله وزير محسن نقوي د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د ايران صدر مسعود پزشكيان ته د نيكو هيلو او احترام پېغام ورسولو ۔د ايران صدر مسعود پزشكيان ووئيل پاكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوو ۔ده ووئيل پاكستان د جنګ په مهال چې كوم ډول ملګرتيا كړې هغه هيرولې نه شوو ۔د ايران صدر مسعود پزشكيان ووئيل صيهوني حكومت د اسلامي هېوادونو ترمينځه د تقسيم او كمزورۍ پېدا كولو هڅه كوي٬ د اسلامي هېوادونو ترمينځه اتحاد او همغږي ضروري ده۔د ايران صدر مسعود پزشكيان ووئيل اسلامي حكومتونه كه د اسلامي اتحاد په اهميت ځان پوهه كړي نو د صيهوني حكومت په ضد يو متحد محاذ جوړېدے شي۔صدر مسعود پزشكيان د ايران او پاكستان ترمينځه په موجوده دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه۔د ايران صدر د دواړو هېوادونو ترمينځه جامع مرستې ته پراختيا وركولو لپاره په سفارتي تبادلو او د تعميري مكالمې په اهميت زور راوړو۔د ايران صدر د اسرائيل مسلط كړے شوي جنګ په مهال د پاكستان د مخلصانه ملاتړ مننه وكړه۔ده ووئيل دواړو هېوادونو سره مرستې ته ودې وركولو لپاره بې شمېره موقعې موجود دي۔د ايران داخله وزير سكندر مومني٬ د ايران صدر خاص مرستيال٬پاكستان كښې د ايران سفير٬ايران كښې د پاكستان سفير هم په دې موقع موجود وو۔

مزید خبریں