ګرد هېواد كښې دانش سکولونو جوړولو نه به د زرګونو په شمېر كوچنيان مستفيد شي٬ په معاشي توګه د بې وزله طبقې كوچنيانو خدمت لپاره چې مې كوم خوب ليدلے ھغه رښتيا كېږي۔ وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف ماشومانو ته د نړيوال معيار تعليم او تربيه وركول وړومبې ذمه واري ګرځولو سره وئيلي دي ګرد هېواد كښې د دانش سکولونو جوړولو سره به د زرګونو په شمېر ماشومان مستفيد شي٬ په معاشي توګه د بې وزله طبقې ماشومانو خدمت لپاره چې مې كوم خوب ليدلے ھغه به رښتيا كېږي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان …

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف ماشومانو ته د نړيوال معيار تعليم او تربيه وركول وړومبې ذمه واري ګرځولو سره وئيلي دي ګرد هېواد كښې د دانش سکولونو جوړولو سره به د زرګونو په شمېر ماشومان مستفيد شي٬ په معاشي توګه د بې وزله طبقې ماشومانو خدمت لپاره چې مې كوم خوب ليدلے ھغه به رښتيا كېږي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده ګرد هېواد كښې د دانش سكولز او په اسلام آباد كښې د دانش پوهنتون جوړولو پېشرفت په اړه د جاج اغستو غونډې مشرۍ په مهال وكړه ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، اعظم نذير تارړ، احد خان چيمه، خالد مقبول صديقي، د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمئن رانا مشهود احمد خان، چيف کوآرډينيټر مشرف زيدي او اړوند لوړ پورو نه علاوه د څلورو واړو صوبو پشمول د ګلګت بلتستان او آزاد کشمير چيف سيکرټريز او نمائندګانو هم د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو ۔ وزيراعظم امر وكړو چې دانش سکولز او دانش يونيورسټي جوړولو كښې دې ډيجيټل او په جديد کلاس رومز زياته سرمايه كاري وكړې شي۔ ده ووئيل د پاكستان د خادم په توګه د قام ماشومانو ته د نړيوال معيار تعليم او تربيه وركول خپله وړومبۍ ذمه واري ګڼم۔ وزيراعظم په دانش سکولز كښې استاذانو ته د بهترين پېكېج وركولو امر سره ووئيل د استاذانو او د عملې په بهرتۍ كښې دې سپېځلتيا او ميرټ باوري كړې شي۔ ده په آزاد کشمير او ګلګت بلتستان كښې د دانش سکولز جوړولو په حواله كار تندولو او دانش سکولز اېنډ يونيورسټي كښې د نړيوال معيار جديد علومو تعليم پلو د پام ګرځولو هم امر وكړٶ۔ ده ووئيل د لوي څښتن په فضل و كرم مو په پنجاب كښې چې د دانش سكولز په څېر كوم بوټے نال كړے ٶ ھغه تنوره ونه جوړه شوه ٬ د بې وزله او مېنځنۍ طبقې د سلګونو په شمېر زده كوٶنكي دانش سکولز څخه د فارغېدو نه پس په ګرده نړۍ كښې خپل صلاحيتونه تسليموي۔ ده ووئيل زه به د هرې طبقې كوچنيانو ته د لوړو زده كړو او تربيې برابرې موقعې وركولو لپاره عمر له هڅې كوم۔ غونډې ته ووئيل شول په کُري اسلام آباد كښې د دانش سکول جوړولو كار په تندۍ سره روان دے كوم چې به سږ كال تر پائې بشپړ شي، ګلګت بلتستان كښې په سلطان آباد، ګانچھے او استور كښې د دانش سکولز جوړولو كار هم په تندۍ سره روان دے كوم چې به په راتلونكي كال كښې بشپړ شي٬ په آزاد کشمير كښې په باغ او بھمبر كښې په دانش سکولز كار پېل شوے او په شارده نيلم كښې د دانش سکول پي سي ون منظور شوے دے او تعميري كار به ډېر زر پېل شي۔ غونډې ته ووئيل شول په بلوچستان كښې په سبي، موسٰي خيل، ژوب، قلعه سيف الله او ډيره بګټي كښې د دانش سکولز پي سي ون منظور كړے شوے او په حب كښې د دانش سکول جوړولو په فزيبلټي كار روان دے۔ غونډې ته ووئيل شول په چترال، کراچۍ او ټنډو محمد خان كښې د دانش سکولز جوړولو لپاره د زمكې ټاكنه شوې او د دې په فزيبلټي او نورو اقدماتو كار په تندۍ سره روان دے۔ غونډه په ايبټ آباد او وزيرستان كښې د دانش سکولز جوړولو په تجويزونو او په راجن پور كښې د پوهنتون جوړولو په حواله د پېشرفت نه هم خبر كړې شوه۔ د دانش سکولز يونيورسټي په حواله د پېشرفت په بابله غونډې ته ووئيل شول د يونيورسټي په ټيکنو فزيبلټي كار په تندۍ سره روان دے كوم چې به د دې مياشتې تر پائې بشپړ كړې شي٬ ماسټرپلان، ډيزائن جوړولو لپاره 12 نړيوال فرمز كښې اووه د معيار له مخې دي او پرکيورمنټ کميټي دې ته حتمي شكل وركوي ٬ د نړيوال معيار ډګري پروګرامز، د داخلو تفصيلات او الائيډ سهولتونو ته حتمي شكل وركوٶ۔ وزير اعظم امر وكړو چې د دانش سکولز يونيورسټۍ ودانۍ دې ساده خو کلاس رومز كښې دې جديد سافټ ويئر، ډيجيټل ايکويپمنټ، جديد ليبز او د عصر ټيکنالوجۍ كښې سرمايه كارۍ ته مركزي اهميت وركړے شي۔

مزید خبریں