اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف انډونېزيا سره د اقتصادي او تزويراتي اړيكو٬ تجارت ٬ دفاع او دفاعي پېدوار بشمول ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا ودې وركولو له د خپل عزم پخلي كولو سره وئېلي دي د پاكستان او انډونېزيا تر مينځه شريك كلتور٬ مذهب او تاريخي خپلوليو په بنياد زړې د دوستۍ اړېكې قائم دي او دواړه هېوادونه په نړيوالو فورمونو يو …
پاكستان او انډونېزيا د شريك كلتور٬ مذهب او تاريخي خپلوليو په بنياد د دوستۍ پخوانۍ اړيكې لري۔ د وزيراعظم شهباز شريف د انډونېزيا دفاع وزير سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف انډونېزيا سره د اقتصادي او تزويراتي اړيكو٬ تجارت ٬ دفاع او دفاعي پېدوار بشمول ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا ودې وركولو له د خپل عزم پخلي كولو سره وئېلي دي د پاكستان او انډونېزيا تر مينځه شريك كلتور٬ مذهب او تاريخي خپلوليو په بنياد زړې د دوستۍ اړېكې قائم دي او دواړه هېوادونه په نړيوالو فورمونو يو بل مرسته كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا څانكې لخوا د جاري بيان تر مخه د دې خيالاتو څرګندونه ده د انډونېزيا دفاع وزير لفټېننټ جنرل (ر) سيافري سمسودين سره خبرو كښې وكړه چا چې نن د نهې په ورځ ده سره ملاقات كولو۔ وزيراعظم د انډونېزيا صدر پرابوووسوپيانټو سره قاهره كښې د جي ايټ سر مشريزې غونډه كښې د خپل په زړه پورې ملاقات ذكر كولو سره د هغه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ملاقات كښې د پاكستان او انډونېزيا تر مينځه د ژورو تاريخي ٬ د ورورولۍ دوستانه اړيكو په اړه خبرې وشوې۔ په دې موقع وزيراعظم د انډونيزيا صدر پرابووو سوبيانټو سره په قاهره كښې د جي اېټ مشرانو غونډې په موقع د خپل ملاقات تذكره كولو سره ھغه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم انډونېزيا سره د اقتصادي او تزويراتي اړيكو٬ تجارت ٬ دفاع او دفاعي پېدوار بشمول ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا ودې وركولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ په ملاقات كښې دواړو مشرانو ګڼ اړخيزه او د دوه اړخيزه مرستې په اهميت زور راوړو۔ وزيراعظم شهباز شريف په شريكه توګه په ګټورو منصوبو كښې سرمايه كارۍ لپاره د انډونيزيا سره مرستې ته په لا وده زور رواړو۔ وزيراعظم د پاکستان او انډونيزيا ترمېنځه د دفاعي مرستې لوظنامې له مخئ د جاري اقدامات هم جاج واخست۔ دواړو مشرانو د دې لوظنامې نفاذ تندولو ته اتفاق وكړٶ۔ ليفټيننټ جنرل (ر) سيافري سمسودين د انډونيزيا صدر پرابوو سوبيانټو لخوا وزيراعظم شهباز شريف او د پاکستان اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده د انډويزيا پاکستان سره د دفاعي اړيكو لا قوي كولو او په بېلا بېلو څانګو په خاص توګه د دفاعي پېداوار په څانګه كښې د مرستې نورې موقعې لټولو لپاره د خپل خواهش پخلے وكړو۔










