پېښور 14جولائی(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي دي د كرمې مسئلو حل لپاره به په هر فورم هڅې كوو٬امن د سيمې په پرمختګ كښې خاص اهميت لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د مولانا فرهاد الله په مشرۍ كښې ملاقات كونكې د پاړا چمكنۍ پلاوي سره د خبرو په مهال كړې۔د خېبرپښتونخوا ګورنر سره په پښور كښې ملاقات كونكي پلاوي ګورنر په سيمه كښې د تعليم٬مواصلات و نورو …
د كرمې مسئلو حل كولو لپاره به په هر فورم هڅې كوو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر

مزید خبریں
پېښور 14جولائی(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي دي د كرمې مسئلو حل لپاره به په هر فورم هڅې كوو٬امن د سيمې په پرمختګ كښې خاص اهميت لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د مولانا فرهاد الله په مشرۍ كښې ملاقات كونكې د پاړا چمكنۍ پلاوي سره د خبرو په مهال كړې۔د خېبرپښتونخوا ګورنر سره په پښور كښې ملاقات كونكي پلاوي ګورنر په سيمه كښې د تعليم٬مواصلات و نورو څانګو په اړه د مسئلو نه خبر كړو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل د اتلسم بدلون په نتيجه كښې ګڼ شمېر محكمې صوبائي حكومت ته منتقل شوې خو د پاړا چمكنۍ قام په اړه مسئلو حل لپاره به خپل بشپړه كردار ادا كوم۔ده ووئيل هلال احمر د خېبرپښتونخوا ځپليو لپاره د محدود وسائلو باوجود بشپړ كار كوي او دا لړۍ به روانه وي۔










