نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د شنګائي مرستې تنظيم (ايس سي او)خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې ګډون لپاره بيجنګ ته ورسېد

بيجنګ 14جولائی(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د شنګهائي مرستې تنظيم(ايس سي او)خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې ګډون لپاره بيجنګ ته رسېدلې دے ۔د چين خارجه وزارت د آسيائي چارو محكمې سفير يوهانګ او په چين كښې د پاكستان سفير خليل الرحمان هاشمي نه علاوه د چين خارجه وزارت اعلٰی افسرانو د هغه په هوائي اډه هركلے وكړو۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان …

بيجنګ 14جولائی(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د شنګهائي مرستې تنظيم(ايس سي او)خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې ګډون لپاره بيجنګ ته رسېدلې دے ۔د چين خارجه وزارت د آسيائي چارو محكمې سفير يوهانګ او په چين كښې د پاكستان سفير خليل الرحمان هاشمي نه علاوه د چين خارجه وزارت اعلٰی افسرانو د هغه په هوائي اډه هركلے وكړو۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د خپلې سركاري دورې په مهال به نائب وزيراعظم او خارجه وزير د چين ښار تيانجن كښې راجوړ كړی شوي د شنګهائي مرستې تنظيم(ايس سي او)خارجه وزيرانو كونسل په غونډه كښې د پاكستان پلاوي مشري كوي۔د دې نه علاوه به د ايس سي او خارجه وزيرانو سره د چين صدر سره هم ملاقات كوي او د ايس سي او غړو هېوادونو هم څنګو سره به خبرې اترې كوي

مزید خبریں