كورنۍ او قامي سلامتيا باوري كولو لپاره فرنټيئر کانسټيبلري په وفاقي کانسټيبلري بدلوٶ۔ د داخله وزير مملكت سينيټر طلال چوهدري پرېس کنفرنس

فېصل آباد 14 جولائي (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) لارښود او داخله وزير مملكت سينيټر طلال چوهدري وئيلي دي د پاكستان كورنۍ او قامي سلامتيا باوري كولو لپاره فرنټيئر کانسټيبلري (اېف سي) په وفاقي کانسټيبلري بدلوٶ ۔ د ګل په ورځ په ډپټي کمشنر آفس كښې د اېف سي کمانډنټ رياض نذير ګاړا سره پرېس كنفرنس ته د وېنا په مهال ده ووئيل په پاکستان كښې د هېواد …

فېصل آباد 14 جولائي (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) لارښود او داخله وزير مملكت سينيټر طلال چوهدري وئيلي دي د پاكستان كورنۍ او قامي سلامتيا باوري كولو لپاره فرنټيئر کانسټيبلري (اېف سي) په وفاقي کانسټيبلري بدلوٶ ۔ د ګل په ورځ په ډپټي کمشنر آفس كښې د اېف سي کمانډنټ رياض نذير ګاړا سره پرېس كنفرنس ته د وېنا په مهال ده ووئيل په پاکستان كښې د هېواد دننه او د پولو د امن او امان صورتحال ښه كولو لپاره فرنټيئر کانسټيبلري د قدر وړ خدمات ترسره كوي۔ ده ووئيل د نن نه نزدې سل كاله وړاندې فرنټيئر کانسټيبلري جوړه شوې خو د افسوس خبره ده چې د دې فورس د ځوانانو قربانيو ته ھغه درجه نه ده وركړې شوې كومه چې د پاكستان نورو ځواكونو ځوانانو ته ترلاسه ده۔ ده ووئيل د فرنټيئر کانسټيبلري د كمې تنخواه او لږو مراعاتو باوجود په هره موقع د پاكستان زيات خدمت كړے٬ په دې سبب وزيراعظم شهباز شريف او وفاقي وزير محسن نقوي د فرنټيئر کانسټيبلري بيا د سره تشکيل نو سره سره دا د وفاقي کانسټيبلري جوړولو پرېكړه كړې ده۔ ده ووئيل د ځينې خلقو دا خيال دے چې فرنټيئر کانسټيبلري وفاقي پوليس جوړولې شي٬ داسې بېخي نه ده دا کانسټيبلري ده او کانسټيبلري به وي٬ يوازې د دې نامه فرنټيئر کانسټيبلري څخه وفاقي کانسټيبلري كړې شوې دغسې چې د دې فورس ځوانانو ته د پاكستان د نورو ځواكونو برابر تنخواه ګانې او مراعات ترلاسه شي۔ او دوي د كار دائره به د هېواد د څلورو واړو صوبو پشمول ګلګت بلتستان او تر آزاد کشمير پراخه كړې شي او د فرنټيئر کانسټيبلري د ري ويمپنګ او د ري سټريکچرنګ نه ورستو به دې ته د وفاقي فورس درجه ترلاسه شي چې پكښې به د ټولو صوبو څخه ځوانان بهرتي كولې شي۔۔ ده ووئيل د ري ويمپنګ نه پس به د وفاقي کانسټيبلري د ځوانانو تربيت، بجټ، تنخواګانې او نور مراعات د وفاقي حکومت په ذمه وي دغسې چې په يوه صوبه د دې بار رانشي۔ ده ووئيل د ايف سي خدمات او د دوي قربانۍ تسليمولو سره د دې کپيسټي بلډنګ، ټريننګ او آپريشنل ضرورتونو له مخې ري اسټرکچر كوٶ۔ ده زور راوړو چې د فرنټيئر کانسټيبلري د نوم بدلولو پرېكړه د كومې سياسي اېجنډې له مخئ نه بلكې دا كار د بشپړه اداره جاتي ضرورت له مخې شوے ځكه چې اېف سي د پاكستان جوړېدو نه وراندې هم او د دې نه وروستو هم په هر قامي ايونټ كښې خپله موجودګي او خدمات ثابت كړي۔ ده ووئيل اولس، ميډيا او نور اړوند دې د ايف سي آرډيننس په بشپړه توګه ولولي دغسې چې كوم ډول غلط فهمۍ پيدا نه شي۔۔ په دې موقع د اېف سي کمانډنټ رياض نذير ګاړا ووئيل د اېف سي 423 ځوانان تر اوسه شهيدان شوي۔ په دې موقع د اېف سي كمانډټ د ادارې د چارو په اړه بشپړه بريفنګ هم وركړو۔

مزید خبریں