كاروباريانو لپاره دې د ډيجيټائزېشن او د کيش ليس اکانومي عمل آسان كړے شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف امر

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف امر كړے دے كاروباريانو لپاره دې د ډيجيټائزېشن او د کيش ليس اکانومي عمل آسان كړے شي٬ د راست د بورډ آف ګورنرز او چيئرمېن تقريري دې تر ستمبر وكړې شي، د راست په بورډ آف ډائريکټرز كښې دې د معيشت او کاروباري پوهان شامل كړے شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د …

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف امر كړے دے كاروباريانو لپاره دې د ډيجيټائزېشن او د کيش ليس اکانومي عمل آسان كړے شي٬ د راست د بورډ آف ګورنرز او چيئرمېن تقريري دې تر ستمبر وكړې شي، د راست په بورډ آف ډائريکټرز كښې دې د معيشت او کاروباري پوهان شامل كړے شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د کېش ليس او ډيجيټل معيشت په اړه اوونيزه غونډه د ګل په ورځ شوې٬ په دې موقع پروزيراعظم ووئيل د معيشت د ډيجيټائزيشن په نظام كښې سپېځلتيا راوستل د حكومت وړومبې پام لرنه ده٬ د حكومت څخه اولس او د اولس نه حكومت ته د آدائيګو طريقه كار ډيجيټائزيشن څخه به سپېځلتيا او صارفين لپاره آسانۍ راپېدا شي۔ شهباز شريف امر وكړو چې كاروباريانو لپاره د ډيجيټائزېشن او د کيش ليس اکانومي عمل آسان كړئ٬ د راست د بورډ آف ګورنرز او چيئرمېن تقريري دې تر ستمبر بشپړه كړې شي، د راست په بورډ آف ډائريکټرز كښې دې د معيشت او کاروباري پوهان شامل كړئے شي۔ وزيراعظم ووئيل ټولې رياستي ملکيتي ادارې (اېس او ايز) دې هم د ډيجيټل نظام په دائره كار كښې راوستلې شي۔ وزيراعظم د ډيجيټل معيشت پلو پېشرفت د لا ګړندي كولو امر وكړو۔ غونډې ته د کېش ليس او ډيجيټل معيشت رائج کولو په حواله په پېشرفت د بريفنګ وركولو په مهال ووئېل شول د راست چيف ايګزيکټو افسر د تعيناتۍ په اړه اشتهار جاري كړې شوے دے، د موبائل فون ايپلي کيشنز او ډيجيټل بينکنګ كارٶنكو صارفينو شمېره 95 ملين نه 120 ملين كولې شي، ډيجيټل ادائيګي د 7.5 بلين روپو څخه به 15 بلين روپو ته رسولې شي، راست او د ډيجيټل ادائيګو په حواله ګرد هېواد كښې اولسي كمپائن به راتلونكې اوونۍ پېل كړې شي، د ډيجيټل پېمنټ ډيوائسز په درآمد كولو ډيوټي ختمه كړې شوې ۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول معيشت د پرمختللې هېوادونو سره سمولو لپاره په يوه مياشت كښې ډيجيټل پېمنټس انډيکس اجراء كوٶ٬ د سي ډي اے بورډ په اسلام آباد كښې د ډيجيټل پبلك انفراسټرکچر د رائيټ آف وے منظوري وركړې، د ترسيلات زر نظام هم ډيجيټائز كوٶ او بهر هېوادونو څخه راتلونكي ټول رقوم به د بينکنګ نظام د لارې موصولولې شي٬ په بريفنګ كښې ووئيل شول د ډيجيټل ادائيګو په حواله څلورو واړو صوبو، ګلګت بلتستان او د آزاد جمو و کشمير حکومتونو سره هم اشتراك كوٶ، اسلام آباد سټي موبائل فون ايپلي کيشن راست سره تړلے شوے ، په اسلام آباد كښې پبلك وائي فائي او په خاص ځايونو كښې اي-لائبريريز جوړول به د دسمبر 2025ء مكمل كړې شي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول د وزيراعظم امر له مخې د ډيجيټل پبلك انفراسټرکچر د تھرډ پارټۍ ويليډيشن هم شوے، په دې لړ كښې ابتدائي كار كوٶ، د کيو آر کوډز ادائيګۍ د مهم طريقه كار په توګه خپلولو په اړه سټيټ بينک آف پاکستان وفاقي حکومت، صوبائي حکومتونو او ريګوليټري ادارو ته ضروري هدايات وركړي شوي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول د وزيراعظم امر له مخې کيو آر کوډ او ډيجيټل ادائېګو او نور طريقه کار كارٶنكو کمرشل پوائنټس شمېره د 5 لكه نه 2 ملينه كوٶ، د حکومتي ادارو څخه اولس او د اولس نه حكومتي ادارو ته د ټېكس او نان-ټيکس ادائيګو نظام ډيجيټائز كول او د راست نظام سره د تړلو په اړه په لائحه ټولو وفاقي وزارتونو٬ ډويژنونو٬ اړوندو محكمو٬ ريګوليټري اتھارټيز، صوبائي محکمو او ضلعي حکومتونو سره د مشاورت عمل روان دے۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول په وړومبي پړاٶ كښې د وفاقي حکومت ترمېنځه او د وفاقي حکومت نه صوبائي حکومت ته د ادائيګو ټوله ډېټا بشپړه كړې شوې او ټولې ادائيګۍ سل فيصده ډيجيټل كولو لپاره مشاورت روان دے، د کيش ليس اکانومي رائج كولو لپاره په وړومبي پړاٶ كښې د سرکاري ملازمينو تنخواګانې، پينشنز او کنټريکټرز اغستل او خرڅولو ادائيګي به په بشپړه توګه په ډيجيټل طريقه كولې شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، اعظم نذير احمد، شزه فاطمه، علي پروېز ملك٬ د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر توقير شاه ، د خزانې او رېلوے وزير مملکت بلال اظهر کياني او اړوندو اعليٰ سرکاري چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں