تهران 14جولائی(اے پی پی)د ايران پايه تخت تهران كښې د پاكستان٬ايران او د عراق داخله وزيرانو د زائرينو آسانيو لپاره د درېو واړو هېوادونو ترمينځه د وركنګ ګروپ جوړولو ته اتفاق كړے دے ۔ د درېو واړو هېوادونو داخله وزيرانو ترمينځه د زائرينو په مسئله ګټورې خبرې شوي او پريكړه شوې چې اربعين ته تلونكو زائرينو لپاره به هر ممكن آسانۍ وركولې شي كومو لپاره به چې درې واړه هېوادونه …
پاكستان٬ايران او د عراق داخله وزيرانو د زائرينو آسانيو لپاره د درېو واړو هېوادونو ترمينځه د وركنګ ګروپ جوړولو ته صلاح شول

مزید خبریں
تهران 14جولائی(اے پی پی)د ايران پايه تخت تهران كښې د پاكستان٬ايران او د عراق داخله وزيرانو د زائرينو آسانيو لپاره د درېو واړو هېوادونو ترمينځه د وركنګ ګروپ جوړولو ته اتفاق كړے دے ۔ د درېو واړو هېوادونو داخله وزيرانو ترمينځه د زائرينو په مسئله ګټورې خبرې شوي او پريكړه شوې چې اربعين ته تلونكو زائرينو لپاره به هر ممكن آسانۍ وركولې شي كومو لپاره به چې درې واړه هېوادونه شريكه تګلاره جوړوي۔د ګل په ورځ درې اړخيزه كنفرنس نه پس د درېو واړو هېوادونو داخله وزيرانو شريك پرېس كنفرنس كښې ميډيا د پريكړو نه خبر كړه۔دا خبره دې ياده وي د پاكستان په خواست د زائرينو مسئلې حل لپاره درې اړخيزه كنفرنس وشو ۔د ايران داخله وزير سكندر مومني ووئيل د عراق او پاكستان داخله وزيرانو مننه كوم چا چې د زائرينو په مسئله شريكې تګلارې خپلولو لپاره درې اړخيزه كنفرنس كښې ګډون وكړو ۔ده ووئيل د زائرينو مسئله حل كولو لپاره شريكه تګلاره ترسره شوې او پريكړه شوې چې جوائنټ وركنګ ګروپ به جوړولې شي كوم به چې د زائرينو مسئلې حل لپاره په رابطه كښې وي۔د عراق داخله وزير عبدالامير الشمري ووئيل درې اړخيزه كنفرنس ګټور او د ډاډ وړ و۔ده ووئيل درېو واړو هېوادونو د شريكې تګلارې په خپلولو زور راوړے هيله ده چې د شريكې مرستې د لارې به د زائرينو مسئله حل شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل درې اړخيزه كنفرنس كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه او په دې مهال ګټورې خبرې وشوې۔ده ووئيل 70 لكه څخه زياتو زائرينو ته د پیښو مسئلو حل په اړه د ډاډ وړ خبرې وشوې۔ده ووئيل د عراق حكومت مننه كوو كوم چې د البرعين امام حسين په موقع د لويې اجتماع كوربتوب كوي٬د ايران حكومت هم مننه كوو چې د زائرينو تللو لپاره يې خاص ډسك جوړولو سره دا عمل مخ په وړاندې بوتللے ۔د كورنيو چارو وزير ووئيل په كنفرنس كښې د زائرينو مسئلې حل لپاره تفصيلي خبرې وشوې٬ او د شريكې تګلارې خپلولو سره به نورې آسانۍ وركولې شي۔د دې نه وړاندې وفاقي وزير محسن نقوي كنفرنس ته خپله وينا كښې ووئيل د پاكستان په درخواست د زائرينو مسئلې حل لپاره په درې اړخيزه كنفرنس كولو د ايران داخله وزير سكندر مومني مننه كوم۔ده ووئيل ايران او عراق ته تلونكې زائرين زمونږ لپاره اهميت لري او درې اړخيزه كنفرنس سره به زائرينو ته آسانۍ ترلاسه شي۔محسن نقوي په جنګ كښې په كاميابۍ ايران او د ايران داخله وزير له مباركي وركولو سره ووئېل پاكستان په ايران د بريد غندنه كړې او د ايران د دفاع حق يې بشپړه مرسته كړې۔ده ووئيل د جنګ په مهال د پاكستان اولس د ايران سره ولاړ ؤ ۔پاكستان او ايران وروڼه دي۔ده ووئيل وزيراعظم او نورو چارواكو په جنګ كښې متحرك او مثبت كردار ترسره كړے ۔ده ووئيل د زائرينو په ښه ډول په مرسته كولو د عراق داخله وزارت ته سلام كوم۔ده واضحه كړه چې د وړومبۍ جنورۍ 2026 نه پس به د پاكستان زائرين په انفرادي توګه عراق ته نشي تللے ۔زائرين به د ګروپ آرګنائزر ترمخه عراق ته ځي۔د زائرينو د ګروپ آرګنائزر د رجسټرېشن عمل پېل شوے ۔ده ووئيل يوازې هغه كسان به په انفرادي توګه عراق ته تللے شي كومو ته چې سفارتخانه خصوصي ويزه جاري كړي۔ده ووئيل عراق او ايران هم د پاكستان د دې نوې نظام سره ولاړ دي٬مونږ له به په شريكه په غېر قانوني توګه عراق ته د تلونكو او هلته د زياتې مودې لپاره د پاتې كېدونكو په هر صورت مخ نيوې كول وي۔ده د پاكستان د زائرينو په خيال ساتلو د عراق او ايران حكومتونو مننه كولو سره ووئيل د دومره ګڼ شمېر كښې د زائرينو خيال ساتل يو لويې چېلنج دے او د كورنيو چارو دواړه وزيران دا ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كوي۔










