د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډې د پرائیویټائزیشن کمیشن (ترمیمی) بل 2024 منظور کړو

اسلام آباد 14 جولائی (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ د نجكارۍ لپاره قائمه کمېټۍ د پرائیویټائزیشن کمیشن (ترمیمی) بل 2024 سرکاري بل په اکثریت سره منظور کړے۔د قامي اسمبلۍ قائمه کمېټۍ 10مه غونډه د ګل په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې د قامي اسمبلۍ غړي محمد فاروق ستار په مشرۍ كښې وشوه۔د خزاني وزارت نمائنده کمېټۍ ته ووئيل پوسټل لائف انشورنس کمپنی لمیټډ (پی ایل آئی سی ایل) لپاره 3 …

اسلام آباد 14 جولائی (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ د نجكارۍ لپاره قائمه کمېټۍ د پرائیویټائزیشن کمیشن (ترمیمی) بل 2024 سرکاري بل په اکثریت سره منظور کړے۔د قامي اسمبلۍ قائمه کمېټۍ 10مه غونډه د ګل په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې د قامي اسمبلۍ غړي محمد فاروق ستار په مشرۍ كښې وشوه۔د خزاني وزارت نمائنده کمېټۍ ته ووئيل پوسټل لائف انشورنس کمپنی لمیټډ (پی ایل آئی سی ایل) لپاره 3 اربه روپۍ منظور کړې شوي او قائمه کمېټۍ سپارښتني له مخې د مالی كال دريمې او څلورمې درې مياشتنيزي مودي په مهال به 3 اربه روپۍ وركولې شي۔کمېټۍ ته ووئيل شول پری کوالیفیکیشن کمېټۍ څلور کمپنیز له حتمی شکل وركړے چې پكښې لکی سیمنټ لمیټډ، حب پاور هولډنګز لمیټډ، کوهاټ سیمنټ کمپنی لمیټډ او میټرو وینچرز (پرائیویټ) لمیټډ باندې مشتمل يو کنسورشیم شامل دے۔عارف حبیب کارپوریشن لمیټډ، فاطمه فرټیلائزرز کمپنی لمیټډ، دی سټی سکول (پرائیویټ) لمیټډ او لیك سټی هولډنګز (پرائیویټ) لمیټډ باندې مشتمل يو کنسورشیم، فوجي فرټیلائزر کمپنی لمیټډ، ایئر بلیو کمپنو له د پی آئی اے سی ایل تر ورچوئل ډیټا روم رسنه وركولې شي۔په غونډه كښې ایم این ایز انوار الحق چوهدري ، چوهدری محمود بشیر ورك، عبدالقادر خان، صبا صادق، نذیر احمد بھوګیو، نعمان اسلام شیخ، سحر کامران، ارشد عبدالله وهره، سنجے پیرواني ، محمد سعد الله، محبوب شاه، ذوالفقار علی او وزارت افسرانو ګډون وكړو ۔

مزید خبریں