اسلام آباد 14جولائی (اے پي پي) د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان د ګل په ورځ په لندن كښې د برتانيې د هاؤسنګ ، کمیونیکیشن او لوکل ګورنمنټ وزير لارډ واجد خان سره ملاقات کړے ۔د تجارت وزارت د اړخه جاري بيان له مخې ملاقات كښې د اقتصادی او سماجی رابطو قوي كولو لپاره د يو پل په توګه برتانيه كښې نزدې د 1.7 ملیونه كسانو پاکستاني نژاد تارکین …
د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان په لندن كښې د برتانيې د هاؤسنګ، کمیونیکیشن او لوکل ګورنمنټ وزیر سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 14جولائی (اے پي پي) د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان د ګل په ورځ په لندن كښې د برتانيې د هاؤسنګ ، کمیونیکیشن او لوکل ګورنمنټ وزير لارډ واجد خان سره ملاقات کړے ۔د تجارت وزارت د اړخه جاري بيان له مخې ملاقات كښې د اقتصادی او سماجی رابطو قوي كولو لپاره د يو پل په توګه برتانيه كښې نزدې د 1.7 ملیونه كسانو پاکستاني نژاد تارکین وطن نه ګټه پورته كولو خبرې شوي۔د تجارت وزیر لارډ واجد د پاکستان۔برتانیه بزنس ایډوائزري کونسل جوړولو څخه خبر كړو۔خبرو كښې د شهری پرمختګ،آرزانو كورونو او سمارټ ښارونو كښې تکنیکې مرستي لپاره په نوو موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ ډلي دې خبري ته صلاح شوې چې پاکستانۍ شهري ادارې د برتانيه کونسلو سره په تړلو د علم په اشتراك او پائلټ پروګرامونو د لاره سميدې شي چې ورسره به دواړو هېوادونو ته ګټه ورسي۔د تجارت وزير د كوټلي پرمختګ او سيمه ايزو رابطو لپاره په میونسپل كچه شراکت دارۍ خبري وكړې۔ده په مهمو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستي لا زياتولو موقعو لټولو له لارډ واجد ته د پاکستان دورې بلنه وركړه۔










