عراق او ايران ته تلونكې زائرين زمونږ لپاره مهم دي٬ درې اړخيزه كنفرنس څخه به زائرين ته نور سهولت ترلاسه شي٬ د كانفرنس په تابيا د ايران د داخله وزير مننه كوٶ۔ د كورنيو چارو وزير محسن نقوي كنفرنس ته وېنا

تهران 14 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي عراق او ايران ته تلونكې زائرين زمونږ لپاره مهم دي٬ درې اړخيزه كنفرنس څخه به زيارت كوٶنكو ته نور سهولت ترلاسه شي٬ د كانفرنس په تابيا د ايران خپل هم منصب سکندر مومني مننه كوٶ، د پاكستان وزيراعظم او نورو چارواكو په جنګ كښې ايران لپاره ډېر فعاله او په زړه پورې كردار لوبولے۔ د …

تهران 14 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي عراق او ايران ته تلونكې زائرين زمونږ لپاره مهم دي٬ درې اړخيزه كنفرنس څخه به زيارت كوٶنكو ته نور سهولت ترلاسه شي٬ د كانفرنس په تابيا د ايران خپل هم منصب سکندر مومني مننه كوٶ، د پاكستان وزيراعظم او نورو چارواكو په جنګ كښې ايران لپاره ډېر فعاله او په زړه پورې كردار لوبولے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاکستان په درخواست د زائرينو د مسئلو حل لپاره رابللي شوي درې اړخيزه كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ داخله وزير ووئيل په جنګ كښې په زړه پورې بريا ايران او داخله وزير سکندر مومني له مباركي وركوم۔ ده ووئيل پاكستان په ايران د بريد په جار غندنه كړې او د ايران د دفاع حق ئې بشپړه مرسته كړې۔ محسن نقوي ووئيل د جنګ په مهال د پاكستان اولس د ايران اولس سره ولاړ ٶ٬ پاكستان او ايران وروڼه دي او تل به وروڼه وي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان وزيراعظم او نورو چارواكو په جنګ كښې ايران لپاره ډېر فعاله او په زړه پورې كردار لوبولے۔ ده ووئيل پاكستان دغه كردار ايران لپاره ادا كړے ۔ داخله وزير محسن نقوي ووئيل ټول پوهېږي چې په اربعين د لكهونو په شمېر زائرين عراق ته ځي٬ د عراق داخله وزير او وزارت چې څنګه د لكهونو په شمېر د زائرين پالنه كوي ھغه د ستائنې وړ ده۔ محسن نقوي ووئيل د زيارت كوٶنكو په ښه ډول په پالنه د عراق داخله وزارت ته سلام كوٶ۔ ده ووئيل د زيارت كوٶنكو پحقله د ايران او عراق داخله وزيرانو ته د پاكستان لخوا بشپړه باور وركوٶ۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د جنوري كال 2026 نه وروستو به د پاكستان زائرين په انفرادي توګه عراق ته نشي تللے، د ګروپ آرګنائزرز له مخې به عراق ته تللے شي۔ محسن نقوي ووئيل د زائرين د ګروپ آرګنائزرز رجسټريشن پېل كړے شوے، آرګنائزرز ګروپ به عراق ته د تلونكو زائرين وطن ته د واپسۍ ذمه وار وي۔ محسن نقوي ووئيل يوازې ھغه كسان به په انفرادي توګه عراق ته تللے شي كومو ته چې سفارت خاص ويزه جاري كوي٬ ګروپ آرګنائزرز نظام څخه به په غېر قانوني توګه عراق ته د تلونكو او تر زياتې مودې د پاتې كېدو رجحان ختم شي۔ وفاقي وزير ووئيل عراق او ايران هم پاکستان د نوي نظام ملګرتيا كوي٬ مونږ له د مشتركه اقدامات د لارې په ګډه په غېر قانوني توګه عراق ته د تلونكو او تر زياتې مودې د پاتې كېدو لاره نيول دي ۔ داخله وزير محسن نقوي ووئيل د پاکستان د زائرينو په پالنه د عراق او ايران د واكمنو مننه كوٶ٬ ځكه چې د زياتو كسانو خيال ساتل لويې چېلنج دے او دواړه داخله وزيران دا ذمه واري په ښه ډول ترسره كوي۔ ده ووئيل د ايران سپريم ليډر آيت الله خامنه اي د جنګ په مهال لكه د غر ولاړ ٶ او په جرات سره يې مشري كړې، آيت الله خامنه اي او د ايران اولس ته په عظيمه بريا مباركي وركوم۔ وفاقي وزير ووئيل د ايران نائب داخله وزير علي اکبر پور جمشيديان، د ايران داخله وزير او سينئر مشير نادر يار احمدي، پاکستان كښې د ايران سفير اميري مقدم، په ايران كښې د پاکستان سفير محمد مدثر ټيپو، د پاکستان د داخله وزارت سيکرټري خرم آغا، د عراق د داخله وزارت اعلي چارواكو هم په درې اړخيزه كنفرنس كښې ګډون وكړو ۔ په كنفرنس كښې د زيارت كوٶنكو سهولت لپاره هر ډول ممكن اقداماتو ته صلاح يوه شوه٬ کنفرنس كښې پرېكړه وشوه چې د زائرين سهولت لپاره به د پاکستان۔ ايران او عراق مشترکه ورکنګ ګروپ جوړولې شي۔

مزید خبریں