د رېلوے ملازمانو خېرښګړه وړومبۍ ده ٬ د پېنډۍ روغتون اپرېډيشن روان دے۔ وفاقي وزير حنيف عباسي

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي د رېلوے ملازمينو خېرښګړه ته وړومبۍ پام لرنه كوو، پېنډۍ كښې د رېلوے روغتون اپ ګريډيشن د اسلامك انټرنيشنل ميډيکل کالج ټرسټ (آئي آئي اېم سي ټي) په اشتراك د جوائنټ وينچر له مخې كوٶ۔ دا خبره ده د ګل په ورځ د رېلوے روغتون په اړه د لوې كچې غونډې مشرۍ په مهال وكړ …

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي د رېلوے ملازمينو خېرښګړه ته وړومبۍ پام لرنه كوو، پېنډۍ كښې د رېلوے روغتون اپ ګريډيشن د اسلامك انټرنيشنل ميډيکل کالج ټرسټ (آئي آئي اېم سي ټي) په اشتراك د جوائنټ وينچر له مخې كوٶ۔ دا خبره ده د ګل په ورځ د رېلوے روغتون په اړه د لوې كچې غونډې مشرۍ په مهال وكړ ۔ وفاقي وزير روغتون د ماډل جوړولو عزم سره ووئيل دا روغتون د 500 بېډز په جديد طبي مركز د بدلولو پرېكړه شوې ده٬ زما وړومبۍ پام لرنه د رېلوے د ملازمانو باعزت، معياري او بشپړه درملنې ته ده۔ ده ووئيل د دې روغتون اپ ګريډيشن سره به عامو وګړو ته هم معياري طبي سهولتونه ترلاسه شي او هره ورځ به پنځه زره نه زياتو رنځورانو ته د درملنې سهولت وي۔ وفاقي وزير د دې عزم پخلے وكړو چې د رېلوے رغتون به د ملازمانو د باور او صحت علامت جوړېږي۔

مزید خبریں