خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار به په تيانجن كښې د ايس سي او سي ايف ايم غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي

اسلام آباد۔13جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار به د چين د خارجه وزير وانګ یی په بلنه 14 څخه تر 16 جولائی 2025 د چين په تياجن ښار كښې كېدونكي د شنګھائی مرستې تنظيم ( اېس سی او) کونسل آف فارن منسټرز(سی اېف اېم) غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان له …

اسلام آباد۔13جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار به د چين د خارجه وزير وانګ یی په بلنه 14 څخه تر 16 جولائی 2025 د چين په تياجن ښار كښې كېدونكي د شنګھائی مرستې تنظيم ( اېس سی او) کونسل آف فارن منسټرز(سی اېف اېم) غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د اېس سي او د ټولو غړو ٬ په كومو كښې چې پاکستان، چین، بیلاروس، هند، ایران، قازقستان، کرغزستان، روس، تاجکستان او ازبکستان شامل دے ٬ خارجه وزيران به د خارجه كونسل آف فارن منسټرز غونډه كښې ګډون كوي۔ د بېلاروس خارجه وزير به په اولني ځل په دې غونډه كښې ګډون كوي۔ کونسل آف فارن منسټرز د اېس سی او درېم تر ټولو اعلی فورم دے كوم چې د نړيوالو اړيكو مسئلو سره سره د اېس سي او د خارجه او سلامتيا پالېسيو ته هم پام كوي۔ دا فورم د اعلامیو، بیانیو په شمول د دستاوېزات منظوري وركوي كوم چې کونسل آف هېډز آف اسټېټ (سی اېچ اېس) ته غور لپاره وړاندے كولے شي۔ د سی اېچ اېس راروانه غونډه به 31 اګست څخه تر 01 ستمبر 2025 په تيانجن چين كښې كيږي۔ خارجه وزير اسحاق ډار به د سي اېف اېم غونډې په موقعه خپلو همڅنګو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔

مزید خبریں