اسلام آباد۔13جولائی(اے پی پی) د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې د اتوار ورځ د جولائي 13 مه نيټه د كشميري شهيدانو ورځې په توګه عقيدت او احترام سره ولمانځلې شوه٬ د دې ورځې مناسبت سره په ګرده نړۍ كښې د مېشته كشميري ورورولۍ لخوا لاريونونو ٬ جلسو ٬ جلوسونو او دستورو كښې د كشمير د آزادۍ تحريك هغه 22 سترو شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې شوې كومو …
د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې 13 جولائي د كشميري شهيدانو ورځ عقيدت او احترام سره ولمانځلې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد۔13جولائی(اے پی پی) د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې د اتوار ورځ د جولائي 13 مه نيټه د كشميري شهيدانو ورځې په توګه عقيدت او احترام سره ولمانځلې شوه٬ د دې ورځې مناسبت سره په ګرده نړۍ كښې د مېشته كشميري ورورولۍ لخوا لاريونونو ٬ جلسو ٬ جلوسونو او دستورو كښې د كشمير د آزادۍ تحريك هغه 22 سترو شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې شوې كومو چې په 13 جولائي كال 1931ﺀ د سري نګر مركزي زندان مخې ته د ډوګره راج په ضد غږ پورته كولو سره د خپلو ځانونو قرباني وړاندې كړه او د اذان په مهال يۍ د ظلم په وړاندې ټيټېدو څخه انكار وكړو۔ د اذان وركوونكي ملګري شهيد كېدل ليدلو سره هر ځل يو نوے كشميري ځوان اذان مكمل كولو له د خپل ځان قرباني وركړه تر دې چې اذان مكمل شو او 22 ځوانان شهيدان شول۔ ددوئي قربانۍ د آزادۍ تحريك ته يو نوے ژوند وركړو او نن هم كشميرې اولس د هغوي په نقش قدم تللو سره د آزادۍ مبارزه روانه ساتلې ده۔ د كشميري شهيدانو ورځې په موقعه د آزاد کشمیر په ټولو ضلعو كښې لاريونونه وويستلې شوو په كومو كښې چې ګڼ شمېر وګړو ګډون وكړو۔ په جلسو كښې د شهيدانو قربانۍ يادې كړې شوې او د آزادۍ عزم تكرار كړے شو۔ د صدرِ مملکت آصف علی زرداری او وزیرِاعظم شهباز شریف په شمول قامي مشرتابه هم د كشميري شهيدانو د ورځې په موقعه په خپلو پېغامونو كښې دغې شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د كشميري شهيدانو ورځ نه يوازې د تېر وخت يو يادګار دے بلكې دا د كشمير د آزادۍ د تحريك د روان ساتلو ورځ هم ده په كومه كښې چې كشميري او اولس نن هم خپلې وينې سره د آزادۍ دستانونونه قلمبند كوي۔










