د جموں وكشمير مسلمانانو سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ به روان ساتؤ: د وزيراعظم شهباز شريف د كشميري شهيدانو ورځې په موقع پيغام

اسلام آباد۔13جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې پاكستان به د هند په غېر قانوني توګه د قبضه كړي جمو وكشمير مسلمانانو سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ جاري ساتي۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د 13 جولائي د كشميري شهيدانو ورځې په موقعه خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د كشميري شهيدانو ورځ هر كال د جولائي په 13 مه …

اسلام آباد۔13جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې پاكستان به د هند په غېر قانوني توګه د قبضه كړي جمو وكشمير مسلمانانو سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ جاري ساتي۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د 13 جولائي د كشميري شهيدانو ورځې په موقعه خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د كشميري شهيدانو ورځ هر كال د جولائي په 13 مه نېټه لمانځلې شي هم په دې ورځ كال 1931 كښې هغه 22 كشميري وګړو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو له لمانځلې شي كومو چې د جمو و کشمیر ډوګره فورسز په ضد احتجاج كولو سره د خپلو ځانونو قرباني وركړه۔ وزیراعظم ووئيل کشمیرې اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د خپل جائز هڅو او ستړو په مهال د ځانونو قرباني وركوي۔ وزیر اعظم ووئيل د پاكستان حكومت د هند په غېر قانوني توګه د قبضه كړي كشمير مسلمانانو سره د يووالي او د هغوي د سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ څرګندونه كوي۔ د هغه ټولو كشميري شهيدانو مړانې او عزم ته سلام كوو كوو چې د هندوستاني قبضې په مهال خپل ځانونه قربان كړل۔ وزیر اعظم ووئيل په ننۍ ورځ د پاكستان حكومت د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې حل او د جمو وكشمير د خپلواكۍ حق له د خپل عزم پخلے كوي۔

مزید خبریں