مانسهرہ۔ 12 جولائی (اے پی پی) د مذهبي چارو او بېن المذاهب همغږۍ وفاقي وزير سردار اېم یوسف وئيلي دي چې په بهر هېوادونو كښې پاتې كېدونكو پاكستانيانو تل په سخت وخت كښې بشپړه ملاتړ كړے دے٬ د بې وزله او يتيم ماشومانو كفالت كښې برخه اخستلو سره دوئي د ټولنې بهترين وګړي جوړولو كښې به هر يو له خپل كردار ترسره كول وي۔ ده د خالي په ورځ په …
د يتيم ماشومانو كفالت كښې به هر يو له د خپلې برخې كردار ترسره كول وي: سردار ايم يوسف

مزید خبریں
مانسهرہ۔ 12 جولائی (اے پی پی) د مذهبي چارو او بېن المذاهب همغږۍ وفاقي وزير سردار اېم یوسف وئيلي دي چې په بهر هېوادونو كښې پاتې كېدونكو پاكستانيانو تل په سخت وخت كښې بشپړه ملاتړ كړے دے٬ د بې وزله او يتيم ماشومانو كفالت كښې برخه اخستلو سره دوئي د ټولنې بهترين وګړي جوړولو كښې به هر يو له خپل كردار ترسره كول وي۔ ده د خالي په ورځ په امريكا كښې د مېشته پاكستانيانو رفاعی ادارے زکوٰة فاؤنډېشن تر اهتمام لاندې د یونین کونسل بټل 100 یتیم كوچنيانو ته د هائجین کټس وركول دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د مسلم ليګ (ن) هزارہ ډویژن صدر سردار شاہ جهان یوسف ٬ اولسي نمائندګانو او زيات شمېر يتيم ماشومان ګډون وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل د يتيم ماشومانو كفالت يوه عظيمه صدقه جاريه ده٬ په امريكا كښې د پاتې كېدونكو پاكستانيانو لخوا د دې ماشومانو د كفالت ذمه واري په خپله غاړه اخستل د تقليد وړ دي۔ ده وئيل شتمندو له به راوړاندې كېدل وي دغسې چې په ټولنه كښې د بې وزله او يتيم ماشومانو كفالت كولو سره دوئي د ټولنې ګټور وګړي جوړولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ په دې موقع يتيم ماشومانو ته هائجين كټس هم وركړې شول۔










