حكومت بشپړه اقتصادي بحالۍ له د اوږدې مودې اصلاحاتو ٬ ډھانچه جاتي بدلونونو او په ميرټ اډانه لرونكي نظام ته د ترجيح وركولو عزم لري: د وزيراعظم شهباز شريف اړان پاکستان سمر سکالرز پروګرام لپاره ټاكلې شوو زده كوؤنكو ته خطاب

اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې حكومت بشپړه اقتصادي بحالۍ له د اوږدې مودې اصلاحاتو ٬ ډھانچه جاتي بدلونونو او په ميرټ اډانه لرونكي نظام ته د ترجيح وركولو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د خالي په ورځ اړان پاکستان سمر سکالرز پروګرام لپاره ټاكلې شوې زده كوؤنكو ته خطاب كښې وكړه۔ وزیرِاعظم ووئيل كله چې په كال 2023 مونږ حكومت ترلاسه كړو نو …

اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې حكومت بشپړه اقتصادي بحالۍ له د اوږدې مودې اصلاحاتو ٬ ډھانچه جاتي بدلونونو او په ميرټ اډانه لرونكي نظام ته د ترجيح وركولو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د خالي په ورځ اړان پاکستان سمر سکالرز پروګرام لپاره ټاكلې شوې زده كوؤنكو ته خطاب كښې وكړه۔ وزیرِاعظم ووئيل كله چې په كال 2023 مونږ حكومت ترلاسه كړو نو پاكستان د دېواليه كېدو خطر او د قامي سباؤن غېر يقيني صورتحال سره مخ ؤ۔ ده ووئيل د اكثريت خيال دا ؤ چې پاكستان به ديواليه شي او اقليت دا سوچ لرلو چې مونږ به دې څخه بچ شوو۔ ده ووئيل ما د آئي اېم اېف اېم ډي سره اوږدې خبرې وكړې او هغه ته مې باور وركړو چې پاكستان به كله هم نه دېواليه كيږي او آئي اېم اېف پروګرام به ترسره كړي۔ د آئي اېم اېف اېم ډي زما خبره ومنله او د هغې په نتيجه كښې مونږ په بحران قابو وموندلو۔ وزيراعظم ووئيل دغه مهال معيشت زيات ناوړه حالت سره مخ ؤ ٬ ګراني 38 فيصده ته رسېدلې وه دغسې پالېسي رېټ هم د 22.5 فیصد په لوړه كچه ؤ ۔ وزيراعظم زمونږ اجتماعي هڅو رنګ راوړو ٬ ګراني كمه شوه او پالېسي رېټ 22.5 فیصد څخه كمېدو سره 11 فيصد ته راغلو۔ وزیراعظم ووئيل اړان پاكستان خپل الوت پېل كړے دے۔ ده ووئيل دلته ستاسو په څير صلاحيت لرونكي انټرنيز حاضر دي او زه د پاكستاني اولس د يو خادم په حېث دلته موجود يم۔ مونږ وزيرانو ٬ بېوروکرېټس او پوهانو سره يوه تګلاره مرتب كړه كومه چې ګرانه وه او په كوم چې عملدرآمد اوس هم ګران دے۔ داسې اصلاحات كوم چې له اوږدې مودې راهېسې كول ضروري وو۔ وزیراعظم په اېف بی آر كښې د اصلاحاتو او ډیجیټائزېشن حواله وركولو سره ووئيل ادارې څخه كرپت عناصر ووېستلې شوو۔ وزیرِاعظم ووئيل په تېر وخت كښې په اېف بي آر كښې ډیجیټائزېشن يوازې تر كاغذونو محدود و او په دې اړه كوم عملي ګامونه پورته كړې شوې نه وو۔ ده تور ولګولو چې كرپټ او چالاك عناصرو نظام ته د دھوكې وركولو هڅه وكړه۔ ده ووئيل د دې دا مطلب نه دے چې د ايماندار او محنتي بيوروكرېټس كمې ؤ ٬ بلكه هغوي ته موقع ورنكړې شوه۔ ده زياته كړه چې اوس بهترين كسان رامخې ته كړې شوي دي په كومو كښې چې د اېف بي آر چيئرمېن هم شامل دے۔ ده ووئيل د دې اقداماتو نافذ كولو سره په يو كال كښې ریونیو کلېکشن 12 ارب روپو څخه زياتېدو سره 50 اربه روپو څخه زيات شو كوم چې يوازې په يوه څانګه كښې په لويه كچه ټېكس غلا په ډاګه كوي۔ وزیراعظم ووئيل په سوونو نورو څانګو كښې هم دومره رقم جمع كېدې شي۔ ده ووئيل ما كله هم د كومې كاميابۍ كرېډت نه دے اخستې ولې چې زه په اجتماعي كار باور لرم٬ حقيقي ټيم ورك د ټيم د هغه غړو دے كوم چې كار كوي ٬ زه هغوي ته سلام كوم او څوك چې كار نه كوي هغوي كورونو ته لېږلې شي۔ وزیراعظم ووئيل كار به كول وي ٬ ګاركردګي به ښودل وي ٬ زه چا سره بغض نه لرم ټول مالپاره محترم دي ٬ كه هغه بېوروکرېټس دي ٬ پوهان دي ٬ وزيران دي يا سلاكاران وغېره۔ وزیراعظم ووئيل دوئي ما لپاره زيات محترم دي كه دوئي د قام خذمت كوي او كه نه كوي نو بيا يۍ ما سره هېڅ تعلق نشته او دا بنيادي بدلون دے۔ وزيراعظم وئيل كه مونږ په ډيليور كولو كښې كامياب شوو نو زه دا ګڼم چې پاك پروردګار به مونږ ته خپل فضل او كرم سره خپلو حلقو كښې عزت راكړي۔ وزيراعظم وئيل ما خپل او د ملګرو سوچ او منظر په ډاګه كړې دې او تاسو لپاره مې د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ تاسو زمونږ سباؤن يۍ او زه د زړه له كومي دا خبره كوم چې مونږ تاسو ته ګورؤ ولې چې د دې هېواد د كاميابۍ كنجي اوس ستاسو په لاس كښې ده۔ له دې كله زمونږ په نسل مصرف كړې شوې مصرف نه بلكې سرمايه كاري ده۔ وزیراعظم ووئيل زما ايمان دے چې په پنجاب كښې 4 لكه لېپ ټاپس په مېرټ تقسيم كړې شول٬ په دې مهال ما تعليم لپاره د 20 اربه روپو وظيفې په مېټر وركړې۔ په دې موقعه ځوانانو وزيراعظم څخه پوښتنې هم وكړې۔ د يو زده كوؤنكي د پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل پنجاب ایجوکېشن انډوومنټ فنډ اوس پاکستان اېجوکېشن انډوومنټ فنډ جوړ شوے دے۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان په هغه لس بدقسمته هېوادونو كښې شامل دے كوم چې موسمي بدلونونو د لاسه ځپلې كيږي۔ په كال 2022 مونږ په سندھ او بلوچستان كښې راغلي سخت سېلاب سره مخ شوو۔ كونږ معيشت ته د 30 اربه ډالرو زيان ورسېد۔ ده ووئيل دا خبره ياد وساتۍ چې په ماحولياتي بدلون كښې د ګرين هاؤس ګېسونو په اخراج كښې زمونږ برخه د نشت برابر وه او ددې باوجو مونږ تر ټولو زيات اغېزمنو هېوادونو كښې يوو۔ ده ووئيل پاكستان د مئي په مياشت كښې د جواز نه لرونكي جارحيت هدف جوړ كړے شو٬ پهلګام پېښه د افسوس وړ وه او پاكستان په دغه پېښه كښې هېڅ كردار نه لرلو۔ ده ووئيل ما خپل ګاونډي ته د نړيوالې ادارې د لارې د پلتڼيو كولو پېشكش وكړو ٬ هند په دې پېشكش هېڅ تبصره ونكړه۔ او بيا يۍ په 6 او 7 مئی په پاكستان بريد وكړو چې په نتيجه كښې يۍ په بهاولپور او نورو سيمو او آزاد كشمير كښې 55 بې ګناه پاكستانيان شهيدان او په سوؤنو نرو ژوبل شول۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د خپل هېواد دفاع وكړه ٬ 6 هندي الوتكې مو رانسكورې كړې ۔ د 9 او 10 مئی منځومانۍ شپه كښې هند يو وارې بيا بريد وكړو۔ بيا په 10 مئي سهار مونږ ځوابي كارروائي وكړه او دښمن ته مو سبق اوښودلو۔ ده ووئيل ټول قام كراچۍ څخه تر پېښور خپلو وسله والو ځواكونو سره ولاړ ؤ٬ زمونږ وسله والو ځواكونو د پېشه ور مهارت ٬ بصيرت ٬ پوهې او مړانه څرګندونه وكړه چې په نتيتجه كښې يۍ بريا ترلاسه شوه۔ ده ووئيل د پاك پروردګار په فضل مونږ د عصري تکنیک او ټېکنالوجۍ د لارې يو روايتي جنګ وګټلو۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ اتومي پروګرام يوازې خپلې دفاع لپاره دے جارحيت لپاره نه ٬ پاك پروردګار دے مونږ ټول خپل حفاظت او امن كښې وساتي۔ تل دے وي پاكستان۔

مزید خبریں