كشميرې اولس به سبا د كشميري شهيدانو ورځ لمانځي

اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخونو ٬ پاكستان او ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړي به د 13 جولائي كال 1931 شهيدانو او نورو كشميري شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو له سبا د اتوار په ورځ د كشميري شهيدانو ورځ لمانځي۔ د کشمیرمیډیا سروس له مخې به سبا د اتوار په ورځ د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جمو وكشمير كښې بشپړ …

اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخونو ٬ پاكستان او ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړي به د 13 جولائي كال 1931 شهيدانو او نورو كشميري شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو له سبا د اتوار په ورځ د كشميري شهيدانو ورځ لمانځي۔ د کشمیرمیډیا سروس له مخې به سبا د اتوار په ورځ د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جمو وكشمير كښې بشپړ هړتال كولے شي او د سري نګر نقشبند صاحب كښې د شهيدانو مقبرې پلو به مارچ كولې شي چرته چې د 13 جولائي شهيدان دفن دي۔ د هړتال بلنه كل جماعتي كنفرنس وركړے ده۔ شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو له به آزاد كشمير ٬ پاكستان اود نړۍ په ټولو لويو پلازمينو ښی لاريونونه ويستلې او كنفرنسونه كولې شي۔ دا خبره دې ياده وي چې د ډوګرہ مهاراجه هری سنګھ پوځ په 13 جولائی1931 22 کشمیري وګړي په ګولو ويشتلو سره وژلي وو۔ شهيد شوي دا وګړي په هغه د زرګونو په شمېر كسانو كښې شامل وو كوم چې د عبد القدير نومې يو وګړي په ضد د مقدمې د اورېدنې په موقع د سرینګر سېنټرل جېل بهر جمع شوې وو چا چې كشميري اولس ته د ډوګره حكمرانۍ په ضد پورته كېدو لپاره وئيلې وو۔ د ماسپخين لمونځ په وخت چې كله يو كشميري ځوان اذان پېل كړو نو د مهاراجه پوځ هغه په ګولۍ ويشتلو سره شهيد كړو۔ دې څخه وروستو يو بل تن اذان پايې ته رسولو له اودرېدو نو هغه هم شهيد كړے شو۔ دغې د اذان تر بشپړ كېدو 22 کشمیریي ځوانانو د خپل ژوند قرباني وركړه۔ د كنټرول لائن دواړو اړخونو ته او په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړي د دغه عظيمو شهيدانو په ياد كښې هر كال د جولائي 13 مه نېټه د كشميري شهيدانو ورځ په توګه لمانځي۔

مزید خبریں