اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې په ټاكنو كښې د اليكټرانك ووټنګ مشينونو كارول د ټولو سياسي ګوندونو او پارليماني غړو په دې اړه متفق كيدو سره تړلي دي۔ د خالي په ورځ په خپله يوه مركه كښې وفاقي وزير ووئيل په دې لړ كښې بايد كومه بيړه ونكړې شي او نتيجو ته په غور سره وكتلې شي۔ دا دې …
په ټاكنو كښې د اليكټرانك ووټنګ مشينونو كارول د سياسي ګوندونو او پارليماني غړو موافقت سره تړلي دي: ډاكټر طارق فضل چوھدري

مزید خبریں
اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې په ټاكنو كښې د اليكټرانك ووټنګ مشينونو كارول د ټولو سياسي ګوندونو او پارليماني غړو په دې اړه متفق كيدو سره تړلي دي۔ د خالي په ورځ په خپله يوه مركه كښې وفاقي وزير ووئيل په دې لړ كښې بايد كومه بيړه ونكړې شي او نتيجو ته په غور سره وكتلې شي۔ دا دې هم وكتلې شي چې اولس او ټول سياسي ګوندونو په دې څومره باور كولې شي۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې هم په دې د رايو متفق كولو هڅې وكړې شوې خو هغه كاميابې نه شوې۔ ده ووئيل دا تجربه نوې شخړې رامخې ته كولې شي او له دې كبله ټولو له په دې متفق كېدل ضرري دي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې په پارليمان كښی ټول غړي بايد په يو پېج وي۔ ده ووئيل مسلم لیګ ن په جمهوريت باور لري او متوازنې حكمت عملۍ او سوچ سره به مخ په وړاندې ځي۔










