باکو۔12جولائی(اے پی پی) پاکستان او آذربائیجان په قانوني او عدالتي څانګو كښې مرسته لا زياتولو له د تفاهم يادښت لاس ليك كړے دے۔ د قانون او انصاف وزارت لخوا د خالي په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ د آذربائيجان باكو ښار دوره وكړه۔ د دورې مقصد قانوني او عدالتي څانګو كښې دوه اړخيزه تړون لا مضبوطول او د …
د وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د آذر بائیجان دوره، د دواړو هيوادونو ترمينځه قانوني او عدالتي مرستې ته وده وركولو له يادښت لاس ليك شو

مزید خبریں
باکو۔12جولائی(اے پی پی) پاکستان او آذربائیجان په قانوني او عدالتي څانګو كښې مرسته لا زياتولو له د تفاهم يادښت لاس ليك كړے دے۔ د قانون او انصاف وزارت لخوا د خالي په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ د آذربائيجان باكو ښار دوره وكړه۔ د دورې مقصد قانوني او عدالتي څانګو كښې دوه اړخيزه تړون لا مضبوطول او د واړو هېوادونو د قانون او انصاف وزارتونو ترمينځه د مرستې يو يادښت لاس ليك كول وو۔ سېنېټراعظم نذیر تارړ د خپلې دورې په مهال د آذربائیجان سينئر مشرتابه سره د اعلی كچې ملاقاتونه وكړل۔ هغه د آذربائیجان وزیر اعظم علی اسدوف سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې دواړو لارښودو دوه اړخيزه مرسته زياتولو كښې د قانوني سفارت كارۍ په اهميت زور راوړو۔ وروستو اعظم نذير تارړ خپل آزري همڅنګ فرید احمدوف سره تفصيلي ملاقات وكړو په كوم كښې چې په قانونی جدید کارۍ ، ادارہ جاتی تبادلو او د قانون سرلوړۍ په څير څانګو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سېنېټر اعظم نذیر تارړ د سپریم کورټ آف آذربائیجان چیئرمېن انعام کریموف سره هم ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د عدالتي اصلاحاتو ٬ د عدالتي نظام ډیجیټلائزېشن او د شخړو هوارولو له د تګلارې مضبوطولو امكاناتو جاج واغستے شو۔ د دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې يو يادښت هم لاس ليك شو۔ پاکستان او آذربائیجان مضبوط ادارہ جاتی تړون په ځاې ساتلو او د انصاف په څانګه كښې اصلاحات ته وده وركولو له په ګډه كار كولو له د خپل عزم پخلے هم وكړو۔










