اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري وئيلي دي د هرې مور صحت٬ د هر كوچني تحفظ او د هرې كورنۍ ترقي زمونږ قامي فرض دے، زمونږ پام دې خبرې پلو ګرځول پكار دے چې هره مور صحت منده وي٬ هر ماشوم خوندي وي او هرې كورنۍ ته د ترقۍ موقع ترلاسه شي۔ د ايوان صدر پریس ونګ له مخې وړومبې مېرمن دا خبرې د …
توليد صحت، تعلیم او ټولنیز خوندیتوب كښې سرمايه كاري د قوي قام بنياد دے۔ د وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري د آبادۍ نړيوالې ورځ په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري وئيلي دي د هرې مور صحت٬ د هر كوچني تحفظ او د هرې كورنۍ ترقي زمونږ قامي فرض دے، زمونږ پام دې خبرې پلو ګرځول پكار دے چې هره مور صحت منده وي٬ هر ماشوم خوندي وي او هرې كورنۍ ته د ترقۍ موقع ترلاسه شي۔ د ايوان صدر پریس ونګ له مخې وړومبې مېرمن دا خبرې د آبادۍ نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې كړې ٬آصفه بهټو زرداري ووئيل نننۍ ورځ مونږ ته يوازې د شمېر نه بلكې د ژوند ھغه قيصۍ رايادوي كومې چې د دې شمېرو په شا پټې دي، د ھغه مېندو٬ ماشومانو او كورنيو كومو چې زمونږ د قام بنياد ایښودے دے ٬ دې ووئېبل زمونږ پام دې خبرې ته ګرځول پكار دي چې هره مور صحت منده وي هر ماشوم محفوظ وي او هرې كورنۍ ته د ترقۍ موقعې ترلاسه شي۔ دې په دې موقع د بېنظير بھټو شهيد په كال 1994 كښې په قاهره كښې د آبادۍ او پرمختګ نړيوال كنفرنس كښې وئيلي تاريخي لفظونه هم راياد كړل٬ “زما دا خواهش دے چې يو داسې پاكستان٬ يو داسې آسيا٫ يوه داسۍ نړۍ چرته چې د هر حمل منصوبه بند وي او د هر زېږېدونكې ماشوم لپاره ښه روزنه٬ مينه٬ تعليم او سرپرستي و۔










