د وزیراعظم زيرك قیادت او ښو معاشی پالیسو په سوب د هېواد معیشت قوي كيږي۔وفاقی وزیر سردار یوسف

مانسهره 11 جولائی (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزیر سردار محمد یوسف وئيلي دي د وزیراعظم د زيرك قیادت او ښو معاشي پالیسو په سوب د هېواد معیشت قوي كيږي،وفاقی حکومت به د مانسهرہ اولس سره د صوبائی حکومت د اړخه د زیاتو ازاله كوي،وفاقی حکومت د اړخه ترلاسه فنډز به لري پرتو سيمو كښې د بجلۍ وركولو له په ترجیحی بنیادونو خرڅ كولې شي،مانسهرہ ګړھی حبیب اللہ …

مانسهره 11 جولائی (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزیر سردار محمد یوسف وئيلي دي د وزیراعظم د زيرك قیادت او ښو معاشي پالیسو په سوب د هېواد معیشت قوي كيږي،وفاقی حکومت به د مانسهرہ اولس سره د صوبائی حکومت د اړخه د زیاتو ازاله كوي،وفاقی حکومت د اړخه ترلاسه فنډز به لري پرتو سيمو كښې د بجلۍ وركولو له په ترجیحی بنیادونو خرڅ كولې شي،مانسهرہ ګړھی حبیب اللہ سيمه كښې د بجلۍ نوي فیډر پرانستي دستوري ته وينا كښې وفاقی وزیر سردار یوسف ووئيل وفاقي حکومت د مسلم لیګ (ن) منشور ترمخه د اولس بنیادی مسئلو حل كولو له هر ممكن وسائل كاروي، د صوبائي حکومت غاصبانه سوچ په سوب هزاره ډویژن او ضلع مانسهرہ پرمختيائي فنډز څخه محروم ده۔ ده ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ پلو روان دے،نن په ټوله نړۍ كښې پاکستان خپل يو منفرد حثیت او تشخص لري،دستوري ته د مسلم لیګ ن لارښودو سید جنید قاسم پشمول نورو هم خطاب وكړو او د وزیراعظم پالیسیو ته ئې پيرزوئنې وړاندې كړي

مزید خبریں