اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د ګوادر پورټ فعاله كولو په اړه د كابينه كمېټۍ اعلی كچ غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د انفراسټركچر پلاننګ كمېشن غړي ډاكټر وقاص انور معاونت او د ګوادر پورټ اتھارټي ، د بحري چارو ٬ خارجه چارو ٬ دفاع ٬ دفاعي پېداوار ٬ داخله ٬ خزانې ٬ تجارت ٬ …
د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د ګوادر پورټ په اړه د كابينې كميټۍ غونډه٬ خليج فارس سره د ټرانس شپمنټ په سمدستۍ پيل كولو زور ٬ د مهيانو نيوونكو د حقونو د تحفظ امر

مزید خبریں
اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د ګوادر پورټ فعاله كولو په اړه د كابينه كمېټۍ اعلی كچ غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د انفراسټركچر پلاننګ كمېشن غړي ډاكټر وقاص انور معاونت او د ګوادر پورټ اتھارټي ، د بحري چارو ٬ خارجه چارو ٬ دفاع ٬ دفاعي پېداوار ٬ داخله ٬ خزانې ٬ تجارت ٬ مواصلات ٬ رېلوے او د صنعت وپېداوا وزارتونو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د ګوادر پورټ زر تر زره فعاله كولو له د يوې بشپړې منصوبې وضعه كولو ته پاملرنه وكړې شوه۔ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير د ګوادر پورټ اتھارټي ډي جي ته هدايت وكړو چې نړيوال شپنګ عملې لپاره دې د اعلی معيار د استوګنې او تفريحي آسانۍ باوري كړې شي دغسې چې هغوي ګوادر ته بار بار راشي۔ دغسې وفاقي وزير د مهيانو نيوونكو د حقونو په تحفظ او د دوئي په فش پراسېسنګ وېلیو چېن كښې په شاملولو زور راوړو۔










