اسلام آباد 11 جولائی (اے پی پی) د آئي ټي او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې د ګوګل ریجنل اے آئی ډوېلپر اېکو سسټم او کمیونټیز ډلې سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې په پاكستان كښې د مصنوعي ذ زېركتيا (اے آئي) په وده او د دوه اړخيزه مرستې په امكانات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګوګل ډلې وفاقي وزيره په پاكستان كښې د ګوګل ډوېلپر ګروپس (جی ډی جیز) او …
د آئي ټي او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې د ګوګل ريجنل اے آئي ډويلپر ايكو سسټم او كميونټيز ډلې سره ملاقات ٬ په پاكستان كښې د اے آئي په وده او د دوه اړخيزې مرستې په امكانات د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 11 جولائی (اے پی پی) د آئي ټي او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې د ګوګل ریجنل اے آئی ډوېلپر اېکو سسټم او کمیونټیز ډلې سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې په پاكستان كښې د مصنوعي ذ زېركتيا (اے آئي) په وده او د دوه اړخيزه مرستې په امكانات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګوګل ډلې وفاقي وزيره په پاكستان كښې د ګوګل ډوېلپر ګروپس (جی ډی جیز) او کمیونټی بېسډ اے آئی منصوبو په څير نورو منصوبو د لارې د رامخې ته شوو اثراتو په اړه خبر كړه۔ د جمعې په ورځ د آئي ټي او ټېلي كميونېكېشن وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع د وفاقي وزيرې د اېن پلس ون ډلې سره هم ملاقات وشو كوم چې په دې وروستيو كښې ګوګل سلوشن چېلنج كښې د نړۍ په ټاپ 10 ډلو كښې غوره كړې شوې او كومې چې په فلپائن كښې د پاكستان نمائندګي كړې ده۔ وفاقی وزیرې د ځوان ډوېلپرز د دې كاميابۍ ستائنه كولو سره ووئيل دا د پاكستان د ټېلنټ د صلاحيت ښكاره ثبوت دے كوم ته چې بايد د حكومتي مرستې ٬ تربيې او موقعو د لارې نوره هم وده وركړې شي۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزيرې د حكومت په دې وژن زور راوړو چې د اے آئی تربیې ته په درې بنيادي څانګو كښې پام لرنه كولې شي په كومو كښې چې اولنۍ د نرسري څخه تر پوهنتون كچې زده كړې ٬ دويمه د فري لانسرز په شمول ورك فورس او درېمه صنعي څانګه ده۔ دې په اے آئی سیکھو پروګرام، سېنډ باکس ماحول او د کلاؤډ کرېډټس وړاندې كولو كښې د سهولت كارۍ په اهميت هم رڼا واچوله۔ د ملاقات په پايه كښې دې د ګوګل او د آئي ټي وزارت ترمينځه د فعاله مرستې په حاجت زور راوړو دغسې چې پاكستان نړيوال اے آئي اېكو سسټم كښې په فعاله ډول شامل كړے شي او په ګرد هېواد كښې ډیجیټل خود مختارۍ ته وده وركړې شي










