د خبر تصديق د دې دور تر ټولو لويې چېلنج دے٬ حکومت ميډيا لټريسي لپاره قامي چارټر جوړوي۔ وفاقي وزير احسن اقبال

اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) د منصوه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي په اوسني ډيجيټل دور كښې د ناسم خبرونه او فېك نيوز خپرېدل جمهوريت او د ټولنې همغږۍ لپاره سنګين خطر دے۔ د جمعې په ورځ د قامي ژبې د ودې اداره كښې د يونېسكو ار سېوري لاندې "ميډيا او انفارميشن لټريسي فريم ورك پاليسي ډائيلاګ" ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل جمهوريت …

اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) د منصوه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي په اوسني ډيجيټل دور كښې د ناسم خبرونه او فېك نيوز خپرېدل جمهوريت او د ټولنې همغږۍ لپاره سنګين خطر دے۔ د جمعې په ورځ د قامي ژبې د ودې اداره كښې د يونېسكو ار سېوري لاندې “ميډيا او انفارميشن لټريسي فريم ورك پاليسي ډائيلاګ” ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل جمهوريت لپاره تر ټولو لويې خطر ټيکنالوجي او د انفارميشن امتزاج دے، كه د امريكا په څېر پرمختللے هېواد كښې صدارتي ټاكنې فېك انفارمېشن څخه متاثره كېدې شي نو دا زمونږ لپاره د فكر لمحه ده۔ احسن اقبال په دې خبره زور راوړو چې حکومت ميډيا او انفارميشن لټريسي ته د يو قامي چارټر شكل وركوي دغسې چې ځوانانو ته د رښتياٶ او دروخو ترمېنځه فرق وښودلے شي۔ ده زياته كړه چې په ډيجيټل دور كښې د جنګونو موثره وسېله ناسم خبرونه دي٬ هر هېواد لپاره ميډيا او انفارميشن لټريسي د دفاع په وړومبي صف كښې پكار ده۔ ده د ميډيا په تنظيمونو زور راوړو چې ھغوي يو محتسب مقرر كړي دغسې چې په غېر ذمه واره او ناسم خبرو خپرونو احتساب ممكن كړې شي۔ ده تعليمي ادارې مخاطب كولو سره ووئيل استاذان دې د روايتي تدريسي طريقو په ځاے دې تنقيدي سوچ ته وده وركړي او پوهنتونونو له پكار دي چې ھغوي ميډيا لټريسي کورس د تعليم په هر پروګرام كښې لازمي برخه وګرځوي۔ ده ووئيل كوم خلق چې د سوشل ميډيا د لارې په آزادانه توګه كركه خپروي٬ بايد انجام ئې مثالي وي دغسې چې ټولنه د نور تقسيم نه وساتلې شي

مزید خبریں