بیجنګ۔11جولائی (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي پاکستان داسې قام دے كوم چې د بېلو تمدنونو په سنګم پروت دے٬ سي پېك د تهذيبونو ترمينځه د تړون لاره ده ٬ مونږ د موهنجو داړو او ټېكسلا په څير د تاريخي تراث وارثان يوو٬ دا هغه تهذيبونه دي كوم چې يوازې د تاريخ باب نه زمونږ په شعور ٬ هنر او د ځوانانو په …
پاکستان د بيلو تمدنونو په سنګم پروت دے٬ سي پيك د تهذيبونو ترمينځه د تړون لاره ده ٬ سباون په ډيجيټل رابطو كښې دے ٬ ډيجيټل ميډيا زمونږ نوې راهداري ده: عطاﺀ تارړ

مزید خبریں
بیجنګ۔11جولائی (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي پاکستان داسې قام دے كوم چې د بېلو تمدنونو په سنګم پروت دے٬ سي پېك د تهذيبونو ترمينځه د تړون لاره ده ٬ مونږ د موهنجو داړو او ټېكسلا په څير د تاريخي تراث وارثان يوو٬ دا هغه تهذيبونه دي كوم چې يوازې د تاريخ باب نه زمونږ په شعور ٬ هنر او د ځوانانو په افكارو كښې ژوندي دي٬ حكومت د كلتور او ورثې د ډيجيټلائز كولو عمل پېل كړے دے ٬ سباؤن په ډيجيټل رابطو كښې دے ٬ ډيجيټل ميډيا زمونږ نوې راهداري ده ٬ د نړيوال تهذيبي اقدام وژن په وړاندې كولو صدر شي جن پنګ ته پېرزوئنې وړاندې كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ”سولائزېشن اېکسچېنج اېنډ میوچل لرننګ ۔ كلتوري وراثت او جدت“ په سرخط فورم ته خطاب كښې وكړه۔ د اطلاعات وفاقي وزير په فورم كښې ګډون كوؤنكي نړيوال لارښود٬ پوهان او څېړنكار د پاكستان او چين تاريخي ٬ كلتوري او تهذيبي تړون څخه خبر كړل۔ ده ووئيل نن په دې فورم كښې د اسلامي جمهوريه پاكستان نمائندګي كول زما لپاره د وياړ وړ ده٬ چين مونږ خپل مضبوط ورور هېواد ګڼؤ۔ ده ووئيل پاکستان او چین يوازې ګاونډي هېوادونه نه دي بلكې زمونږ پولې ٬ غرونه او دريابونه هم يو بل سره ژور تړون لري۔ ده ووئيل د پاكستان د سندھ وادي د عظيم تهذيب وارثه ده او د دې پېل د چين څخه كيږي۔ پخوانۍ شاهراہ رېشم نن چین۔پاکستان اقتصادی راهداري په (سی پېک) بدله شوې كومه چې يوازې يوه تجارتي منصوبه نه بلكې د تهذيبونو ترمينځه د تړون لاره ده۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان يو داسې قام دے كوم چې د تهذيبونو په سنګم پروت دے ٬ زمونږ عظيمه كلتوري ورثه نن په ډیجیټل دور كښې يو نوي جدت سره ژوندۍ كيږي٬ زمونږ وطن د پخواني ګندھارا تهذيب كور دے چرته چې نن هم د بدھ مت زرګونه كاله پخواني آثار محفوظ دي٬ مونږ د موهنجو داړو او ټېكسلا په څير د تاريخي ميراث وارثان يوو٬ دا هغه تهذيبونه دي كوم چې يوازې د تاريخ باب نه زمونږ په شعور ٬ هنر او د ځوانانو په افكارو كښې ژوندي دي۔ ده ووئيل حكومت د كلتور او ورثې د ډيجيټلائز كولو عمل پېل كړے ٬ نوي نسل ته به د نوي سوچ او نوې انداز خپلولو موقع وركول وي۔ وفاقی وزیر د صدر شی جن پنګ ګلوبل سولائزېشن انېشی اېټو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل نن مونږ د دغه وژنې عملي عكس جوړېدو سره دلته موجود يوو۔ ده خپله ذاتي تجربه ذكر كولو سره ووئيل په كال 2009 كښې زه په اولني ځل د اولسي تبادلې پروګرام لاندې چين ته راغلے ووم او نن د يو پالېسي جوړونكي په حېث دلته موجود يم۔ عطاء تارړ ووئيل د پاكستان او چين همكاري يوازې تر حكومتي كچه محدود نه ده پاتې شوې بلكې مونږ چائنا میډیا ګروپ سره په ګډه يو شمېر داسې پروګرامونه پېل كړي كوم چې زمونږ ځوانان باشعوره او خپلواكه كوي۔ ده د Hi China Hi Pakistan پروګرام او د Hua Shang Weekly د اشاعت ذکر كولو سره د دواړو قامونو ترمينځه تړون لا مضبوط وګرځولو۔ ده ووئيل Hi China, Hi Pakistan يو داسے پروګرام دے كوم چې ملګرتيا ٬ تفهيم او دوه اړخيزه احترام ته وده وركوي۔ په انګليسۍ او چينائي ژبه كښې پاكستان څخه شائع كېدونكې Hua Shang Weekly دواړه قامونو يو بل ته نزدې كوي۔ ده ووئيل زمونږ راروان هدف د ډیجیټل میډیا انفلوئنسرز تبادله ده دغسې چې د پاكستان او چين ځوانان په ګډه د سوشل ميډيا د لارې كلتور ٬ سېلګري او تاريخ نړۍ ته وړاندې كړې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل سباؤن اوس په ډیجیټل رابطو كښې دے٬ ډیجیټل میډیا زمونږ نوې راهداري ده۔ د خپل خطاب په پايه كښې وفاقی وزیر ووئيل مونږ يو داسې سباؤن غواړؤ په كوم كښې چې اوبه د وسلې په ځاے د امن ذريعه وګرځولې شي ٬ مونږ د سندھ وادۍ اولس يوو ٬ د تهذيب وارثان يوو۔ ده د صدر شی جن پنګ په وژن د فورم په تابيا كولو د ټول ګډون كوونكو او كوربه هېوادونو مننه وكړه۔










