اسلام آباد 11جولائي (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاكستان هر ډول وسائل لري، د ځوانانو افرادي قوت د هېواد تر ټولو لويه قيمتي اثاثه ده، پخوانے نظام د جديد دور تقاضو سره سمولو نه غير معاشي پرمختګ او سوكالي ممكن نه ده ،د ګورننس ښه والي تجاويز په اړه به كمېټي جوړولې شي، د وزارتونو كاركردګي ښه كولو او د ټولو څانګو پوهانو خدمات ترلاسه …
پخوانے نظام د جديد دور تقاضو سره سمولو نه غير معاشي پرمختګ او سوكالي ممكن نه ده ،د ګورننس ښه والي تجاويز په اړه به كمېټي جوړولې شي۔وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 11جولائي (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاكستان هر ډول وسائل لري، د ځوانانو افرادي قوت د هېواد تر ټولو لويه قيمتي اثاثه ده، پخوانے نظام د جديد دور تقاضو سره سمولو نه غير معاشي پرمختګ او سوكالي ممكن نه ده ،د ګورننس ښه والي تجاويز په اړه به كمېټي جوړولې شي، د وزارتونو كاركردګي ښه كولو او د ټولو څانګو پوهانو خدمات ترلاسه كولو له به اصلاحاتي عمل پېل كولې شي،ښه افرادي قوت بھرتۍ، وزارتونه جديد نظام سره د هم آهنګ كولو او اصلاحات سره د ګورننس ښه والي تجاويز په اړه به كمېټي جوړولې شي۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې غونډه وشوه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو ډاكټر مصدق ملك، احد خان چيمه، سردار اوېس خان لغاري، شزه فاطمه خواجه، علي پرويز ملك، وزير مملكت بلال اظهر كياني، چيف كوآرډينيټر مشرف زيدي او اړوندو اعلي چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د بجلۍ وزارت د اړخه د ګورننس ښه والي او اصلاحات لپاره په پوهانو مشتمل نظام تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔غونډي ته ووئيل شول د نېشنل اليكټرسټي پلان ترمخه وزارت كښې په 134 تزويراتي هدايات عمل درآمد باوري شوے چې پكښې د وزارت پاليسي، نګراني او د سباؤن منصوبه سازي دغسې په پوهانو مشتمل ټيكنيكل۔آرم باندې عملدرآمد، جدت او منصوبه بندۍ باوري كيږي۔غونډي ته د څانګي د پوهانو په پروفائلز او د رائج كړي نظام ترمخه د وزارت موجوده وركنګ په اړه هم تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم ووئيل د 7 لسيزو راهسې هېواد چې د كوم نظام سره د چلولو هڅه شوې ،هغې سره د هېواد پرمختګ ممكن نه دے،پاكستان هر ډول وسائل لري، د ځوانانو افرادي قوت د هېواد تر ټولو لويه قيمتي اثاثه ده، پخوانے نظام د جديد دور تقاضو سره سمولو نه غير معاشي پرمختګ او سوكالي ممكن نه ده ، ګورننس ښه والي تجاويز په اړه به كمېټي جوړولې شي۔وزيراعظم ووئيل صلاحيت لرونكي پاكستانيان په ټوله نړۍ كښې د هېواد او قام نامه روښانه كوي،حكومت پخوانے نظام جديد، ډيجيټل او د كوټلي ګورننس نظام كښې بدلون راوستلو ته پام لرنه كوي،دغسې د بجلۍ وزير سردار اوېس خان لغاري او د هغه د ډلي محنت وستائېلے شو۔ وزيراعظم ووئيل د نظام بدلون لپاره د نړيوال شهرت لرونكو پوهانو معاونت ته اړتيا ده،د بجلۍ وزارت اصلاحات، زيان كښې كمے او قامي خزانې ته د اربونو روپو بچت پاتي وزارتونو لپاره د تقليد وړ مثال دے،د څانګي پوهان او كنسلټنټس د جديد دور تقاضو له مخې اصلاحات د نوي سوچ او ګورننس تګلارې رائج كولو لپاره مرستياله وي۔










