په بيړه زياتېدونكې آبادي د هېواد په وسائلو او پرمختګ بار دے۔د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني

اسلام آباد 11جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي په بيړه زياتيدونكې آبادي د هېواد په وسائلو او پرمختګ بار دے،پارليمان د آبادۍ مسئلې حل كولو له قانون سازي كښې كردار ترسره كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د آبادۍ نړيوالي ورځ په موقع په خپل خصوصي پيغام كښې وكړه ۔ده ووئيل په 11 جولائي په ټوله نړۍ كښې د آبادۍ …

اسلام آباد 11جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي په بيړه زياتيدونكې آبادي د هېواد په وسائلو او پرمختګ بار دے،پارليمان د آبادۍ مسئلې حل كولو له قانون سازي كښې كردار ترسره كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د آبادۍ نړيوالي ورځ په موقع په خپل خصوصي پيغام كښې وكړه ۔ده ووئيل په 11 جولائي په ټوله نړۍ كښې د آبادۍ نړيواله ورځ لمانځلې كيږي، تندۍ سره زياته شوې آبادي د هېواد په وسائلو او پرمختګ بار دے،آبادۍ كښې توازن نه غير كوټلې پرمختګ ممكن نه دے۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل راروانو نسلونو له بنيادي سهوليات وركول مشكل كيږي،غريبي ، بے روزګاري او ماحولياتي مسئلې د آبادۍ فشار سره تړلې دي،په قامي كچه شريكي تګلاري ته اړتيا ده۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پارليمان د آبادۍ مسئلې حل لپاره قانون سازۍ كښې كوټلې كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د دې مهمي مسئلې حل لپاره دې مذهبي لارښود، حكومت، ميډيا او سول سوسائټي يو شي۔ ده د پاكستان يو متوازن، پرمختګ كونكې او سوكاله رياست جوړولو له د عزم څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں