اسلام آباد11جولائي(اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئېلي دي سر ډهاكه بلوچستان كښې د بسونو څخه د مسافر كوزول او د 9 بې ګناه كسانو وژنه د انسانيت په ضد عمل دے ٬دا بزدلانه او متعصبانه بريد په قامي يو والي ژور وار دے۔د جمعې په ورځ د رېلوے وفاقي وزير د سر ډهاكه بلوجستان بريد غندنه كولو سره ووئېل د فتنه الهندوستان ترهه ګرو د پیژندګلې …
د بلوچستان په سر ډهاكه كښې د بې ګناه كسانو وژنه د انسانيت په ضد عمل دے ۔رېلوے وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد11جولائي(اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئېلي دي سر ډهاكه بلوچستان كښې د بسونو څخه د مسافر كوزول او د 9 بې ګناه كسانو وژنه د انسانيت په ضد عمل دے ٬دا بزدلانه او متعصبانه بريد په قامي يو والي ژور وار دے۔د جمعې په ورځ د رېلوے وفاقي وزير د سر ډهاكه بلوجستان بريد غندنه كولو سره ووئېل د فتنه الهندوستان ترهه ګرو د پیژندګلې كولو نه پس يوازې د پنجاب سره تعلق لرونكي مسافر په نخښه كړي۔ده ووئيل د فتنته الهندوستان ترهه ګر د انسانيت بدترين دښمنان دي او قاتل عناصر به ډېر زر انصاف سره مخ كړی شي۔ده ووئيل د د وژلے شوو كسانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔وفاقي وزير د شهيدانو لوړو درجو او د غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔










