د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د ويتنام چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري صدر سره ملاقات٬تجارتي شراكتداري پراخه كولو ته اتفاق

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د ويتنام چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري صدر فام تان كونګ سره په هنوئي كښې ملاقات كړے ۔د تجارت وزارت لخوا د زيارت په ورځ جاري پرېس رېليز له مخې دا ملاقات د پاكستان-ويتنام شريكې تجارتي كمېټۍ د پنځمې غونډې په موقع شوے چې مقصد يې دوه اړخيزه تجارتي اړيكو ته لا وده وركول دي۔په ملاقات كښې …

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د ويتنام چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري صدر فام تان كونګ سره په هنوئي كښې ملاقات كړے ۔د تجارت وزارت لخوا د زيارت په ورځ جاري پرېس رېليز له مخې دا ملاقات د پاكستان-ويتنام شريكې تجارتي كمېټۍ د پنځمې غونډې په موقع شوے چې مقصد يې دوه اړخيزه تجارتي اړيكو ته لا وده وركول دي۔په ملاقات كښې جام كمال خان د ويتنام چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري اوږد مهاله مرسته وستائېله۔ده ووئيل ټيكسټائل٬آئي ټي٬دواسازي٬فوډ پروسيسنګ او د كيميكل پشمول ځينو مهمو څانګو كښې د شريكې مرستې بې شمېره موقعې موجود دي۔ده وي سي سي آئي ته د پاكستان تجارتي پلاوي راوستلو بلنه وركړه او په ويتنامي تجارتي ميلو كښې د پاكستان كمپنو په بشپړ ګډون يې زور راوړو۔صدر فام تان كونګ د دې تجاويز هركلے وكړو او پاكستان سره يې اقتصادي مرسته پراخه كولو كښې د خوښۍ څرګندونه وكړه۔ملاقات خوشګوار ماحول كښې پاې ته ورسېد چې پكښې دواړو خوا تجارتي مرسته لا قوي كولو او هنوئي كښې د پاكستان كمرشل سيكشن د لارې رابطه جاري ساتلو له د عزم پخلے وشو۔

مزید خبریں