د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د “اړان پاكستان اورسيز سمر انټرن شپ سكالرز پروګرام”پرانستې دستورې ته وينا

اسلام آباد 09 جولائي(اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د شورو په ورځ د "اړان پاكستان اورسيز سمر انټرن شپ سكالرز پروګرام"پرانستې دستورې ته خطاب كولو په مهال ووئيل دا پروګرام د وزيراعظم فيلګ شپ پروژې د "خپلواكه ځوانانو"د كمپائن مهم جز دے چې مقصد يې بهر هېوادونو كښې د پاكستان زده كوونكو په پرمختګ عمل كښې اودرول او حكومتي ادارو كښې عملي …

اسلام آباد 09 جولائي(اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د شورو په ورځ د “اړان پاكستان اورسيز سمر انټرن شپ سكالرز پروګرام”پرانستې دستورې ته خطاب كولو په مهال ووئيل دا پروګرام د وزيراعظم فيلګ شپ پروژې د “خپلواكه ځوانانو”د كمپائن مهم جز دے چې مقصد يې بهر هېوادونو كښې د پاكستان زده كوونكو په پرمختګ عمل كښې اودرول او حكومتي ادارو كښې عملي تجربه وركول دي۔وفاقي وزير ووئيل دا وړومبې موقع ده چې كله د پاكستان حكومت بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانو زده كوونكو لپاره په سركاري كچه يو انټرن شپ پروګرام پېل كړے كوم څخه چې د سمندر پورې پاكستانيانو په حكومت د باور څرګندونه كيږي۔احسن اقبال ووئيل دا پروګرام د وزيراعظم شهباز شريف وژن له مخې د منصوبه بندۍ وزارت جوړ كړے۔پروګرام له مخې د نړۍ نوموړو پوهنتونونو څخه ټاكلي 31 زده كوونكي د پلاننګ كمېشن توان٬انفراسټركچر٬برآمدات٬ اي-پاكستان او ماحولياتي تحفظ او خوراك پشان كليدي څانګو كښې خذمات ترسره كوي۔ وفاقي وزير وضاحت وكړو دا څانګه د “اړان پاكستان”پنځو ستنو(فائيو ايز)نمائندګي كوي او انټرن شپ محض فائل ورك يا تر انتظامي چارو محدود نه دے بلكې زده كوونكې به د هغوي د څانګو په اړه عملي منصوبو كښې شامل كړي۔پروګرام لپاره د ټولې نړۍ 45 څخه زياتو هېوادونو نه 2300 څخه زيات درخواستونه ترلاسه شوي چې پكښې د ميرټ په بنياد 31 زده كوونكي ټاكلې شوي ۔احسن اقبال دا پروګرام نه يوازې يو سكالرشپ بلكې يو قامي تحريك وګرځولو كوم چې تعليم٬قيادت او د جذبې پرمختګ سره تړلے دے۔ده ووئيل د پاكستان 60 فيصد څخه زياته آبادي په ځوانانو مشتمل ده٬ كومه چې د هېواد قيمتي تزويراتي اثاثه ده۔(

مزید خبریں