د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني سره خپل د متحده عرب امارات هم منصب محمد بن هادي الحسیني ملاقات

ابوظهبي 09 جولائي(اے پي پي)د خزانې او رېلوے وزير مملكت او د وزيراعظم ډيليوري يونټ مشر بلال اظهر كياني څوك چې د متحده عرب امارات دورې په مهال د يو اعلٰی كچ پلاوي مشري كوي ٬ د شورو په ورځ ابوظهبي كښې د متحده عرب امارات د مالي چارو وزير مملكت محمد بن هادي الحسيني سره دوه اړخيزه ملاقات كړے۔دا دوره د متحده عرب امارات حكومت"ایکسپیرینس ایکسچینج پروګرام (ای ای …

ابوظهبي 09 جولائي(اے پي پي)د خزانې او رېلوے وزير مملكت او د وزيراعظم ډيليوري يونټ مشر بلال اظهر كياني څوك چې د متحده عرب امارات دورې په مهال د يو اعلٰی كچ پلاوي مشري كوي ٬ د شورو په ورځ ابوظهبي كښې د متحده عرب امارات د مالي چارو وزير مملكت محمد بن هادي الحسيني سره دوه اړخيزه ملاقات كړے۔دا دوره د متحده عرب امارات حكومت”ایکسپیرینس ایکسچینج پروګرام (ای ای پی)” له مخې كيږي۔د ملاقات په مهال د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه د اوږدې مودې او په قوي اقتصادي شراكتدارۍ زور راوړلے شو او د ښې واكمنۍ او پالېسۍ ډيزائن لپاره د منظم علم يو بل سره د شريكولو اهميت رامخې ته كړے شو ۔وزير مملكت بلال اظهر كياني د پاكستان لخوا د متحده عرب امارات د پرله پسې مالي مرستې تذكره او مننه وكړه چا چې د پاكستان معاشي استحكام په ځاے ساتلو كښې مهم كردار ادا كړے۔ ملاقات په 16 جون 2025 د پاكستان منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وزارت او د متحده عرب امارات د كابينې چارو وزارت ترمينځه د لاس ليك شوي مفاهمتي يادښتونو(ايم او يو) د روح عكاسي وه كوم چې د دواړو هېوادونو له باقاعده د مرستې فريم ورك وركوي۔ ملاقات كښې په متحده عرب امارات كښې د پاكستان سفير فيصل نياز ترمذي هم ګډون كولو۔وزير مملكت بلال اظهر كياني په مشرۍ كښې 8 كسيز پلاوي كښې د قامي اسمبلۍ غړے علي زاهد او د وزيراعظم آفس او نورو ادارو سينئر چارواكي شامل دي۔

مزید خبریں