د مواصلات وفاقي وزیر عبدالعلیم خان په مشرۍ كښې غونډه٬ د NHA رواني پروژې د كوم ځنډ نه غير د بشپړولو سپارښتنه

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د موا صلات وفاقي وزیر عبدالعلیم خان د نېشنل هائی وے اتهارټي (NHA) چارواکو ته سپارښتنه کړې چې په روانو پروژو کار تند كړئ او د کوم ځنډ نه غير دا بشپړې کړئ۔ ده ووئيل نور مهلت به نه ورکړے كېږي، دا د دغه څانګې چارواکو لپاره آخري چانس دے او اوس به په هره پروژه کښې د سستۍ، نااهلۍ او بے دلیله …

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د موا صلات وفاقي وزیر عبدالعلیم خان د نېشنل هائی وے اتهارټي (NHA) چارواکو ته سپارښتنه کړې چې په روانو پروژو کار تند كړئ او د کوم ځنډ نه غير دا بشپړې کړئ۔ ده ووئيل نور مهلت به نه ورکړے كېږي، دا د دغه څانګې چارواکو لپاره آخري چانس دے او اوس به په هره پروژه کښې د سستۍ، نااهلۍ او بے دلیله ځنډ په صورت سخته کاروائي كولې شي۔عبدالعلیم خان د شورو په ورځ د NHA په مرکزي دفتر کښې د ادارې د یوې مهمې غونډې مشري کوله۔ ده ووئيل د لویو لارو او موټرویز جوړولو، ترمیم او پراختیا پروژې باید په تندۍ سره بشپړې كړې شي۔ ده په دې اړه ځینې مهمې پروژې هم په ګوته کړې٬د ګوادر بندر ځائے سره د پيوست مرکزي لویه لاره باید تر 2026 مارچ بشپړه كړې شي۔په بلوچستان کښې د هوشاب، آواران او نال په مهمو لویو لارو دې هم کار تند كړے شي۔دغسې په کراچۍ کښې لیاري ایکسپریس وې دې ژر تر ژره بشپړه كړې شي او د معیاري تعمير سره دې هلته ګرين ايرياز جوړ كړے شي او ونې بوټي دې نال کړې شي۔ وفاقي وزير د خېبر پښتونخوا (KPK) په مانسهره، ناران او جهالکنډ کښې ایکسپریس وې د کار تندولو هم سپارښتنه وكړه۔

مزید خبریں