اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزیر محمد اورنګزیب خان کچي د شورو په ورځ د پاکستان لپاره د ازبکستان سفیر علیشیر تختايوف سره ملاقات كړے ۔ په ملاقات کښې دواړو هیوادونو ترمينځه د کلتوري همکاریو لا قوي كولو او د اولس په کچه د اړیکو په پراخه كولو زور راوړلے شو۔ازبك سفیر د قامي ورثې او كلتور وزیر اورنګزیب خان کچي مننه …
د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير محمد اورنګزیب خان کچي سره د ازبکستان سفیر علیشیر تختايوف ملاقات٬ پاکستان او ازبکستان ترمنځه د کلتوري اړیکو قوي كولو ته اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزیر محمد اورنګزیب خان کچي د شورو په ورځ د پاکستان لپاره د ازبکستان سفیر علیشیر تختايوف سره ملاقات كړے ۔ په ملاقات کښې دواړو هیوادونو ترمينځه د کلتوري همکاریو لا قوي كولو او د اولس په کچه د اړیکو په پراخه كولو زور راوړلے شو۔ازبك سفیر د قامي ورثې او كلتور وزیر اورنګزیب خان کچي مننه وکړه چې د 2025 د مئی په 26 او 27 نیټه يې په سمرقند کښې په هغه دستورو كښې ګډون وكړو، چرته چې سمرقند د “اسلامي نړۍ کلتوري پلازمینه” اعلان شو۔ ده ووئيل ستاسو ګډون دې موقع ته خاص اهمیت ورکړے او په اسلامي نړۍ کښې د کلتوري خبرو اترو د ودې لپاره د پاکستان د عزم څرګندونه ده۔سفیر تختایوف د دواړو هیوادونو ترمنځه د مرستي زياتولو لپاره وړاندیزونه ورکړل، چې په کښې پاکستان کښې د ازبك فلمي ورځو لمانځل، په دواړو هیوادونو کښې د کلتوري ورځو لمانځل ، د 2025 په اګست میاشت کښې په تاشقند کښې د اسلامي تهذيب د مرکز په پرانیسته کښې د پاکستان ګډون او د کراچۍ او لاهور ميوزیمز كښې د نوادرات نندارتون شامل دے۔په دې موقع د قامي ورثې او كلتور سکرټري هم په غونډه کښې ګډون كولو سره ووئيل د میاشتنیزو غونډو د لارې کلتوري مرسته لا قوي كيدې شي۔سفیر تختايوف د پاکستاني موسیقۍ، هنر او په ځانګړي ډول په لوك میله لوك ورثه کښې وړاندې شوو پاکستانو خواركونو ښه وګرځول او ستائنه يې وكړه۔ د ملاقات په آخر كښې د دواړو اړخه د دې وړاندیزونو عملي کولو او کلتوري ډیپلوميسي د پاکستان-ازبکستان ستراتیژیکې شراكت دارۍ یوه مهمه ستن ګرځولو له د عزم پخلے وكړے شو










