اسلام آباد 09 جولائی (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق مادر ملت محترمه فاطمه جناح ته پيرزوئنې وړاندي كولو سره وئيلي دي محترمه فاطمه جناح يو همت لرونكے، اصول او لوړه حوصله لرونكے شخصیت لرلو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د محترمه فاطمه جناح 58مي تلين په موقع په خپل پیغام كښې كړي۔د قامی اسمبلۍ سپيكر ووئيل د مادر ملت کردار د ميرمنو لپاره د عزم، حوصلې …
محترمه فاطمه جناح همت ، اصول او لوړه حوصله لرونكے شخصیت لرلو۔ د قامی اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق د محترمه فاطمه جناح 58مي تلين په موقع پیغام

مزید خبریں
اسلام آباد 09 جولائی (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق مادر ملت محترمه فاطمه جناح ته پيرزوئنې وړاندي كولو سره وئيلي دي محترمه فاطمه جناح يو همت لرونكے، اصول او لوړه حوصله لرونكے شخصیت لرلو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د محترمه فاطمه جناح 58مي تلين په موقع په خپل پیغام كښې كړي۔د قامی اسمبلۍ سپيكر ووئيل د مادر ملت کردار د ميرمنو لپاره د عزم، حوصلې او لارښووني سر چينه دے، هغه د قائداعظم محمد علی جناح جان نثار او دست راست خور وه،د تحریك آزادۍ په هر پړاؤ كښې محترمه فاطمه جناح د قائداعظم سره ولاړه وه۔د قامی اسمبلۍ سپيكر ووئيل محترمه فاطمه جناح د ميرمنو د تحریك آزادۍ د وړومبي صف اول لارښوده وه، د قیام پاکستان نه پس محترمه فاطمه جناح عملی سیاست كښې بشپړ کردار ترسره كړے، فاطمه جناح د اولس او په خاص توګه د ميرمنو ښېګړي لپاره عمر له هلي ځلي كړي۔ده ووئيل د محترمه فاطمه جناح قامي خدمات به په تاریخ كښې ياد ساتلے شي۔سپیکر دعا اوكړه چې لوي څښتن دې مادر ملت محترمه فاطمه جناح له لوړي درجې وركړي۔










