اسلام آباد 09 جولائی (اے پي پي) نائب وزیراعظم/خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار د تركيې خارجه او دفاع وزير سره ملاقات کړے ۔سینیټر محمد اسحاق ډار په بلنه د اعلیٰ پائې سټریټجکي کوآپریشن کونسل (ایچ ایل ایس سی سی) فریم ورك ترمخه د شريك کمېشن شریک چیئرمېن د جمهوریه ترکیه خارجه وزير حاقان فیدان او د جوائنټ کمېشن شریك چیئرمېن د ترکیه د قامی دفاع وزیر یاشار ګلر د …
د نائب وزیراعظم/خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار د تركيې خارجه او دفاع وزير سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 09 جولائی (اے پي پي) نائب وزیراعظم/خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار د تركيې خارجه او دفاع وزير سره ملاقات کړے ۔سینیټر محمد اسحاق ډار په بلنه د اعلیٰ پائې سټریټجکي کوآپریشن کونسل (ایچ ایل ایس سی سی) فریم ورك ترمخه د شريك کمېشن شریک چیئرمېن د جمهوریه ترکیه خارجه وزير حاقان فیدان او د جوائنټ کمېشن شریك چیئرمېن د ترکیه د قامی دفاع وزیر یاشار ګلر د پاکستان په دوره دي ۔د خارجه دفتر د اړخه د شورو په ورځ جاري شوې بيان له مخې نائب وزیراعظم/خارجه وزير د ميلمنو هركلے وكړو او پاكستان ترکیه نزدې او د ورورولۍ په اړيكو ئيې زور راوړو۔دوي د مرستي دوه اړخيزه رفتار ستائېلو سره د تجارت، سرمایه کارۍ او توان غوندې څانګو كښې د مرستې لا زياتولو په اهميت زور راوړو۔ د ملاقات په مهال د ترکيې خارجه وزير صدر رجب طیب اردوان د اړخه د مباركۍ پیغام وركړو او پاکستان سره مرسته لا قوي كولو له د تركيې د خواهش پخلے وكړو۔ده تاریخی،كلتوري او مذهبی خپلولي رامخې ته كړه كومه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو بنياد دے۔دا خبره دې ياده وي سږ كال فروری كښې اسلام آباد كښې د شوي ایچ ایل اېس سي سي آخری غونډي په مهال ډلو د ایچ ایل اېس سي سي فریم ورك ترمخه د كار كولو 12 شريكو قائمه کمېټیو د پیشرفت جاج اخستو له يو شريك کمېشن جوړولو ته اتفاق كړے ؤ د كومو شريك صدارت به چې د دواړو هېوادونو خارجه وزيران كوي۔د شورو په ورځ د شريك کمېشن وړومبۍ غونډه وشوه۔نائب وزیر اعظم/خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د اطمینان څرګندونه وكړه چې د ټولو 12 شريكو قائمه کمېټیو غونډي يا وړاندې شوي يا به راروانو څو اوونيو كښې كېږي۔دې نه ځانله ډلو د شريك وزارتی کمېشن (جے ایم سی) رارواني غونډي په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه كومه چې ډير زر متوقع ده۔ د جے ایم سي شريك صدارت به د ترکیه د قامی دفاع وزير یاشار ګلر او د پاکستان د تجارت وزير جام کمال خان کوي۔هيله لرو چې دې مهم پلیټ فارم څخه به د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادی مرسته لا زياته شي۔پرېس ریلیز له مخې ډلو په سيمه ايز او نړيوال پیش رفت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دا دوره د پاکستان او ترکیې ترمينځه د جامع خبرو اترو او ګڼ اړخيزه شراکت دارۍ ته لا ودي وركولو له د شريك عزم عکاسي کوي۔










