اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزيب سره د پاکستان بزنس کونسل پلاوي سي اي او احسن ملك او نومولي سي اي او جاويد قريشي ملاقات کړے ۔د خزاني وزارت جاري شوې بيان له مخې د خزاني وزير کونسل كښې د قيادت د بدلون هركلے وكړو او نوي ډلي له ئې د بشپړه مرستي باور وركولو سره ووئيل حکومت د کاروباري ورورولۍ مهم …
د خزاني وفاقي وزيرِ د پاکستان بزنس کونسل پلاوي سره ملاقات كښې پاليسي جوړولو كښې د مشاورتي عمل روان ساتلو باور وركړو

مزید خبریں
اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزيب سره د پاکستان بزنس کونسل پلاوي سي اي او احسن ملك او نومولي سي اي او جاويد قريشي ملاقات کړے ۔د خزاني وزارت جاري شوې بيان له مخې د خزاني وزير کونسل كښې د قيادت د بدلون هركلے وكړو او نوي ډلي له ئې د بشپړه مرستي باور وركولو سره ووئيل حکومت د کاروباري ورورولۍ مهم اسټيك هولډرز سره په مشاورت اډانه پاليسي جوړولو عمل جاري ساتل غواړي۔د خزاني وزير د پاکستان بزنس کونسل مثبت کردار وستائېلو،په خاص توګه ده پاليسي چارو كښې د هغوي تحقيقي کار او بېلو څانګو په اړه ډيټا ګټه وره وګرځوله كومه چې وخت په وخت حکومت سره شيئر کړې كيږي۔سېنېټر محمد اورنګزيب پلاوي خبر كړو چې ټيکس پاليسي آفس ايف بي آر څخه د خزاني وزارت ته منتقل کيږي دغسې چې پاکستان بزنس کونسل په شان فورمز سره د مشاورت اداره جاتي عمل ته وده وركړې شي۔د خزاني وزير ووئيل حکومت کاروباري او د صنعتي طبقې رائے او تجاويز مهم ګڼي او د دغه وژن ترمخه وفاقي بجټ 2025-26 لپاره مشاورتي عمل به سږ كال پېل كولې شي دغسې چې بېل چيمبرز، تجارتي تنظيمونو او کاروباري فورمز څخه ترلاسه تجاويز ېاندې په تفصيل سره غور وكړے شي او هغه بجټ جوړولو كښې شامل كړے شي۔










