باکو 09 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې پارليماني پلاوي د آذربائيجان وزيراعظم علي اسدوف سره باکو كښې ملاقات کړے۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ سيکرټريټ د اړخه جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال سپيکر سردار اياز صادق صدر الهام عليوف او سپيکر صاحبه غفارووا سره اوسنے ملاقاتونه مثبت او ګټور وګرځولو ۔سپيکر سردار اياز صادق د اي سي …
د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې پارليماني پلاوي د آذربائيجان وزيراعظم علي اسدوف سره ملاقات

مزید خبریں
باکو 09 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې پارليماني پلاوي د آذربائيجان وزيراعظم علي اسدوف سره باکو كښې ملاقات کړے۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ سيکرټريټ د اړخه جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال سپيکر سردار اياز صادق صدر الهام عليوف او سپيکر صاحبه غفارووا سره اوسنے ملاقاتونه مثبت او ګټور وګرځولو ۔سپيکر سردار اياز صادق د اي سي او مشرانو غونډي په کاميابۍ د آذربائيجان وزيراعظم له مبارکي وركړه۔ د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف د اي سي او غونډه كښې ګډون د دواړو هېوادونو د يووالي او خير سګالۍ علامت دے۔ده د كشمير مسئلې په اړه د پاکستان د موقف په غير متزلزل مرسته د آذربائيجان مننه كولو سره د آذربائيجان د اړخه پاکستان كښې د دوه اربه ډالرو سرمايه كارۍ اعلان هركلے وكړو۔د قامي اسمبلۍ سپيکر د دواړو هېوادونو پارليمانونو ترمينځه رابطو ته ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره سږ كال ستمبر كښې په اسلام آباد كښې درې اړخيزه سپيکرانو کنفرنس کوربتوب تجويز وركړو۔ملاقات كښې ا د ٓذربائيجان وزيراعظم علي اسدوف په کشمير مسئله د آذربائيجان اصولي موقف پخلے وكړو او د پاكستان د اړخه نګورنو کاراباخ په شخړه د مرستې يې د پاکستان مننه وكړه۔وزيراعظم علي اسدوف ووئيل آذربائيجان به پخپله خپلواكۍ او سيمه ايزه سلامتيا كومه سمجھوته ونه كړي۔ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د (پي ټي اے) ترجيحاتي تجارتي معاهده نفاذ هركلے وكړے شو۔










