پېنډي 08 جولائي (اے پي پي)د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو وئېلي دي پاكستان او چين تاريخي او آزمائېلې شوې اړيكې لري د كومو جرړې چې په شريك باور٬تزويراتي هم آهنګي او سيمه ايز امن استحكام لپاره په شريكو خواهشاتو اډانه دي۔د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې د چين پيپلز لبريشن آرمي ايئر فورس چيف آف …
د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره د پيپلز لبريشن آرمي ايئر فورس چيف آف سټاف لېفټيننټ جنرل وانګ ګينګ په مشرۍ كښې د دفاعي پلاوي ملاقات

مزید خبریں
پېنډي 08 جولائي (اے پي پي)د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو وئېلي دي پاكستان او چين تاريخي او آزمائېلې شوې اړيكې لري د كومو جرړې چې په شريك باور٬تزويراتي هم آهنګي او سيمه ايز امن استحكام لپاره په شريكو خواهشاتو اډانه دي۔د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې د چين پيپلز لبريشن آرمي ايئر فورس چيف آف سټاف ليفټيننټ جنرل وانګ ګينګ په مشرۍ كښې د يو اعلٰی كچ دفاعي پلاوي د ايئر هيډكوارټرز اسلام آباد كښې د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره ملاقات وكړو ۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬سيمه ايز سلامتيا صورتحال او دوه اړخيزه مرستې زياتولو په طريقو په خاص توګه فضائي طاقت او آپريشنل هم آهنګۍ په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ايئر چيف د خاص مېلمه تود هركلې كولو سره د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان او چين تاريخي او آزمائېلې شوې اړيكې لري د كومو زيلې چې په شريك باور٬تزويراتي هم آهنګي او سيمه ايز امن استحكام لپاره په شريكو خواهشاتو اډانه دي۔لېفټيننټ جنرل وانګ ګينګ ته د پي اے ايف جديد فورس ډهانچې٬سټريټجك اقدامات او د آپرېشنل نظريې ارتقاﺀ په اړه يو جامع بريفنګ وركړے شو ۔ د پاك فضائيه مشر د دواړو فضائي ځواكونو ترمينځه د ملګرتيا قوي رشتې هم پخلے وكړو او تربيت٬ټېكنالوجي او آپرېشنل په څانګو كښې مرستې زياتولو لپاره يې د پاك فضائيه د عزم پخلے وكړو۔جنرل وانګ ګينګ د آپرېشنل تيارو ٬ اعلٰی پيشه واريت او پاك فضائيه جدي ترين صلاحيتونه وستائېل۔هغه د پاك فضائيه ملټي ډومين آپرېشنز ښه نظام څخه په خاص توګه متاثره شو۔هغه دا جدي د فضائي جنګ پېژندګلو وګرځوله او د پي ايل اے اے ايف ملټي ډومين آپرېشنز كښې د پاك فضائيه د جنګ تجربو څخه زده كړه كښې يې خوښۍ ولره۔د پي اے ايف مشر پيشه ورانه ذهانت او د تزويراتي دور انديشۍ ستائېلو سره د خاص مېلمه هند سره د اوسني شخړی په مهال د پاك فضائيه مثالي كاركردګۍ ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ده د ايئر چيف په مشرۍ كښې د پي اے ايف پائلټس لخوا وركړی شوي پرېكنده او په زړه پورې ځواب وركولو ستائنه وكړه او دا يې د جارحيت مقابله كښې درستګۍ٬نظم او ضبط او د مړانې مثال وګرځولو۔دغسې دا ملاقات د پاكستان او چين مرستې او په جدت اډانه مرستې د لارې د آزموده سټريټجك شراكتدارۍ مخ په وړاندې بوتللو له شريك عزم ثبوت دے










