يكاترنبرګز8 جولاي (اے پي پي) د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د پاكستان پلاوي د نړيوال صنعتي فورم انوپروم كښې ګډون كولو لپاره د روسيه ښار يكاترنبرګ دوره كړې ده۔ د فورم به وړومبۍ ورځ خاص مرستيال د بېلو صنعتي او تكنيكي نندارتونونو دوره وكړه او د روسيه د جديدې صنعتي ټېكنالوجۍ ٬ مشينرۍ او پېداواري صلاحيت يې د نزدې نه مشاهده …
د صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د پاكستان پلاوي د يكاترنبرګ دوره

مزید خبریں
يكاترنبرګز8 جولاي (اے پي پي) د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د پاكستان پلاوي د نړيوال صنعتي فورم انوپروم كښې ګډون كولو لپاره د روسيه ښار يكاترنبرګ دوره كړې ده۔ د فورم به وړومبۍ ورځ خاص مرستيال د بېلو صنعتي او تكنيكي نندارتونونو دوره وكړه او د روسيه د جديدې صنعتي ټېكنالوجۍ ٬ مشينرۍ او پېداواري صلاحيت يې د نزدې نه مشاهده وكړه۔ په دې مهال هغه د پاكستان او روسيه تر مينځه د صنعتي څانګې تر مينځه د مرستې د امكانات جاج واغست او په سباون كښې يې د شريكو منصوبو لپاره لارې ولټولې ۔ هارون اختر خان د روسيه كمپنيو استازو سره ملاقاتونه هم وكړل كومې چې د باكستان معدني وسائلو لټولو ٬ پروسېسنګ او سركمايه كارۍ كښې خوښي لري۔ په دې ملاقاتونو كښې د دوارو هببوادونو تر مينځه تجارتي مرستي ته په ودې وركولو ٬ د ټېكنالوجي په تبادله او د صنعتي څانګو تر مينځه د منصوبو د په امكانات تفصيلي خبر ې وشوې۔ د پاكستان پلاوي دا دوره د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړيكو لا قوي كولو او تل پاتي صنعتي پرمختګ لپاره د نوو موقعو راپېدا كولو لپاره يو مهم ګام دے۔










