اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي)د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري وئېلي دي د سمندري چارو وزارت كښې به جديد مانيټرنګ روم جوړولې شي٬د ډرونز او مصنوعي ذهانت څخه به د کنټینر کلیئرنس د ټولو پړاونو څارنه كيږي٬هر پړاؤ به د جهاز څخه تر كليئرنس ډيجيټل ټريكنګ څخه مانيټر كيږي۔د نهې په ورځ د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري په مشرۍ كښې د ايف بي …
د سمندري چارو وزارت كښې به جديد مانيټرنګ روم جوړولې شي۔وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي)د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري وئېلي دي د سمندري چارو وزارت كښې به جديد مانيټرنګ روم جوړولې شي٬د ډرونز او مصنوعي ذهانت څخه به د کنټینر کلیئرنس د ټولو پړاونو څارنه كيږي٬هر پړاؤ به د جهاز څخه تر كليئرنس ډيجيټل ټريكنګ څخه مانيټر كيږي۔د نهې په ورځ د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري په مشرۍ كښې د ايف بي آر هيډ كوارټر كښې د اعلٰی كچ غونډه وشوه ۔په دې موقع په خبرو كښې د سمندري چارو وفاقي وزير ووئېل په بندر ځايونو د کنټینرز اودرولو موده 70 فيصده د كمولو هدف ټاكلے شوے ۔دغسې كليئرنس كښې خنډان لرې كولو لپاره يوه اعلٰی اختياراتي كمېټۍ جوړه كړې شوې ٬د كمېټۍ مشري به د ميري ټائم افيئرز ايډېشنل سيكريټري عمر ظفر شيخ كوي۔ده ووئيل ايف بي آر٬كسټمز٬كے پي ټي او د نورو ادارو غړي كمېټۍ كښې شامل دي٬كمېټۍ ته 10 ورځو كښې د سفارشات وړاندې كولو هدايت شوے ۔ د سمندري چارو وزارت كښې به جديد مانيټرنګ روم جوړولې شي٬ د ډرونز او مصنوعي ذهانت څخه به د کنټینر کلیئرنس ټولو پړاونو څارنه كيږي٬هر پړاؤ به د جهاز څخه تر كليئرنس ډيجيټل ټريكنګ څخه مانيټر كيږي٬ ده ووئېل د كنټينرز تاخير څخه په كليئرنس په درآمد او برآمد كوونكو اضافي مالي بار پريوځي










